د لاس رسي وړ اتصالات

پي ټي ایم وايي نور د حکومتي جرگې سره مذاکرات نه کوي


د پي ټي ایم لخوا ټاکل شوې جرگې د حکومتي جرگې سره د جولایي په اتمه ولیدل
د پي ټي ایم لخوا ټاکل شوې جرگې د حکومتي جرگې سره د جولایي په اتمه ولیدل

د پښتون ژغورنې تحریک لخوا د حکومت سره د خبرو لپاره ټاکل شوې جرگې د یکشنبې په ورځ اعلان کړیدی چې نور د حکومتي جرگې سره مذاکرات نه کوي.

د یکشنبې په ورځ (جولایي ٨) د پښتون ژغورنې تحریک جرگې د پاکستان د حکومت د جرگې سره د یو لنډ ملاقات نه وروسته اعلان وکړ چې نور ورسره مذاکرات نه کوي او علت یې دا وښود چې دغه جرگه هیڅ واک نلري.

د پښتون ژغورنې تحریک د جرگې یو غړي فضل خان امریکاغږ ته وویل چې حکومت خپلې جرگې ته واک ندی ورکړی او حکومت د پښتون ژغورنې تحریک غړیو او ملاتړکونکو نیولو ته دوام ورکړیدی.

فضل خان زیاته کړه چې کله د دوو ډلو ترمنځ مذاکرات روان وي نو دواړه ډلې د یوبل ضد اقدامات نه کوي او مکمل اوربند وي.

حکومت د پي ټي ایم د جرگې د دغه پریکړې په اړه لاتروسه څه ندي ویلي خو وایي چې د پي ټي ایم سره به خبرو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د حکومت او د پي ټي ایم ترمنځ د مذاکراتو دغه پړاو د می د میاشتې راهیسې پیل شویدی.

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ د پښتون تحریک یو فعاله غړی حیات پریغال د هغه د پلار له قوله پولیسو او پوځ د کوره نامعلومه ځاې ته وړی دی.

د هغه پلار امریکاغږ ته وویل چې دری زامن لري او دری واړه یې د پي ټي ایم نه قربانولو ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG