د لاس رسي وړ اتصالات

قطر خپل د ترهگرۍ ضد قوانین تعدیل کوي


قطر هغه تورونه رد کړي چې وایي دا هیواد د ترهگرو ملاتړ کوي
قطر هغه تورونه رد کړي چې وایي دا هیواد د ترهگرو ملاتړ کوي

د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هیوادونو او قطر ترمنې د اړیکو له شلیدلو وروسته د قطر امیر یو فرمان صادر کړ چې په هغه هیواد کې د ترهگرۍ ضد قوانین تعدیل شي.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د هیواد د ترهگرۍ ضد قوانینو د اصلاح لپاره یو فرمان صادر کړی دی او داسې بریښي چې دا کار یې د خیلج د عربي هیوادونو د هغو تورونو په غبرگون کې کړی چې دوحه یې د تروریزم نه په ملاتړ تورنه کړې وه.

د ٢٠١٧ کال د جون په پنځمه سعودي عربستان، مصر، عربي متحده اماراتو، بحرین او څو نورو هیوادونو د قطر سره دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې او پر دې هیواد یې هوایي او ځمکنۍ محاصره وضعه کړه.

د سعودي پر مشرۍ دغو عربي هیوادونو پر قطر تور لگولی چې د ترهگرۍ ملاتړ کوي او هغه هیواد ته یې د خپلو ١٣ غوښتنو یو لست ورکړی دی چې تر اوسه دوحه دغه درخواست نه دی منلی.

په دغو غوښتنو کې د ایران سره د اړیکو د کچې راټیټول، د ایران د سپاه پاسداران اړوند کسانو ایستل، د الجزیره خبري شبکې بندول، په قطر کې د ترکیې د پوځي اډې تړل او د حماس او اخوان المسلمین د ډلو نه نه ملاتړ کول په کې شامل دي.

دوحه دغه ١٣ غوښتنې "غیر واقعي" گڼلي خو تیاری یې ښودلی چې اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي. قطر همداشان هغه تورونه رد کړي چې وایي دا هیواد د ترهگرو ملاتړ کوي.

په دې فرمان کې چې د قطر امیر التاني صادر کړی په کې د ترهگر، جرم، تروریزم او تروریستي اعمال تعریف او تفسیر شوي او د تروریزم د مالي منابعو په کنگل کولو ټینگار شوی دی.

همداشان ددې فرمان په بنسټ د داخلي ترهگرو دوه لستونه جوړیږي او هغه کسان چې په دغو لستونو کې شاملیږي پر هغوی ځانگړي قوانین پلي کیږي.

قطر تیره اونۍ د امریکا د متحده ایالاتو سره یوه موافقه لاس لیک کړه چې د تروریزم د تمویل پر ضد په گډه مبارزه وکړي. ددې موافقې جزییان نه دي بربنډ شوي.

د قطر او د خلیج د عربي هیوادونو ترمنځ د کړکیچ د ختمولو په مقصد د امریکا او کویټ په شمول یو لړ هیوادونو هلی ځلې پیل کړي خو تر اوسه یې پوره نتیجه نه ده څرگنده شوې.

XS
SM
MD
LG