د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په لاهور کې د سخت باران له کبله بیړنی حالت اعلان شوی


د سخت باران له کبله د لاهور ښار لارې او سړکونه اوبو لاندې کړي دي.
د سخت باران له کبله د لاهور ښار لارې او سړکونه اوبو لاندې کړي دي.

د پاکستان په دوهم ترټولو ستر ښار لاهور کې د پنجشنبي په ورځ اګست لومړۍ (زمري ۱۱) چارواکو د بې ساري باران له کبله د لږ ترلږه یو تن د مړینې خبر ورکړی، لارې او سړکونه اوبو لاندې کړي، برېښنا پرې شوې او بیړنی حالت اعلان شوی دی.

دا شدید باران د پنجشنبې سهار وختي پیل شوی او تمه کیږي چې په شیبو شیبو تر یوې اونۍ دوام وکړي.

د پاکستان د بیړنیو حالاتو ادارې ددې باران له کبله د سیلابونو راوتلو او ځمکې ښویېدنې خبرداری ورکړی دی.

د باران د شدت له کبله د لاهور ښار لارې او سړکونه اوبو لاندې کړي، ځینو روغتونونو ته اوبه ننوتلي او د ناروغانو د درملنې چارې یې ټکنۍ کړي دي.

د ولاړو اوبو له کبله واټونه تړل شوي او د ښار ترافیکي نظام یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د لاهور پولیسو وویل چې د نشاط کالونۍ په سیمه کې یو تن برق نیولی او مړ شوی دی.

د لاهور ښار کمیشنرۍ د روان وضعیت له کبله بیړنی حالت اعلان کړی او ویلي یې دي چې ښوونځي او دفترونه به تړلي وي.

د پنجاب اعلی وزیرې مریم شریف په خپل ایکس پاڼه کې ویلي چې د حکومت ټول توان ددغه باران د اوبو وچولو ته اړول شوی دی.

د اوړي موسمي بارانونه په پاکستان او سیمه کې د کرنې لپاره د اوبو سرچینه بلل کیږي، خو دغه بارانونه کله ناکله د خونړیو سیلابونو راوتلو او ځمکې ښویېدنې لامل هم کیږي.

د ۲۴۰ میلیون نفوس لرونکی پاکستان په دې وروستیو کې د پرله پسې وچکالیو شاهد و، خو د اپریل په میاشت کې پکې کم‌ساري بارانونه وشول.

ساینسپوهان د اقلیم بدلون ددغه حالت یو لامل بولي. د اپریل په میاشت کې په پاکستان کې ۱۴۳ تنه د تالندې او بریښنا له کبله مړه شوي وو.

په ۲۰۲۲ کې موسمي بارانونو د پاکستان دریمه برخه له اوبو لاندې کړه، میلیونونه خلک یې کډې کولو ته اړ کړل او دغه هېواد ته یې شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالر زیان ورسوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG