د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي پوځ جوزجان کې د داعش ضد عملیاتو ویډیو خپره کړه


nato video
nato video

د امریکا پوځ یوه ویډیو خپره کړي چې پکې امریکایي او افغان ځانگړي قواوې د اسلامي دولت د ډلې په ضد شپني عملیات کوي.

پینټاگان وایي چې دغه په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان ډلې په ضد د تیرې میاشتې د عملیاتو ویډیو ده.

د افغان او امریکایی خاصو قواوو د داعش پر ضد د عملیاتو ویدیو
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:23 0:00

دغه ویډیو په داسې وخت کې خپره شویده چې تیره میاشت د روسیې د بهرنو چارو وزیر سرگي لاورف په واشنگټن تور ولگاوه چې په افغانستان کې یې د داعش د ختمولو لپاره اغیزمن اقدامات ندي کړي.

واشنگټن په غبرگون کې په روسیې تور ولگاوه چې د طالبانو ملگرتیا کوي او ویي ویل چې په افغانستان کې یې د اسلامي دولت ډله تر ډیره حده ختمه کړیده.

دغه وډیو د مارچ په ٢٦ او ٢٧ نیټه د جوزجان د ایالت د هغه عملیاتو په وخت اخیستل شوي ده چې پکې د داعش یو قوماندان او یو بل ترهگر ووژل شول.

د امریکا د دفاع د وزارت اعلامیه د دغه ویډیو په اړه وایي " د اسلامي دولت خراسان ډلې ته دغه تکتیکي ماتې د امریکایي او افغان خاصو قواوو د کامیابۍ د لړۍ نه وروستۍ کامیابي ده".

په افغانستان کې د داعش د ډلې په ضد عملیات په خاصه توگه پدې تمرکز کوي چې د دغې ډلې د نورو ملکونو ترهگرو ته د پناه ورکولو وړتیا ختمه کړي. د اسلامي دولت ډله په سوریې او عراق کې مرکزونه لري.

اعلامیه دا هم لیکي چې خطاب اکا چې افغانستان ته یې د داعش د ډلې لپاره د بهرني ترهگرو په رواستلو کې مرسته کوله، هغه افغان ځواکونو د جنورۍ په ٢٨ په جوزجان کې نیولی دی.

د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې په ملکیانو په حملو کې ککړه ده او د ځینو خونړیو بریدونو مسولیت یې منلی دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG