د لاس رسي وړ اتصالات

د بند نه، نه ویریږم - مریم نوازشریف


د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نوازشریف په لندن کې خبریالانو ته ویلي چې بند ته تللو ته تیاره ده او هیڅ ویره نه لري.

مریم نوازشریف چې دا وخت په لندن کې د خپلې ناروغه مور سره په روغتون کې ده، وایي چې پاکستان ته به ژر ورشي او د بندي کیدو نه هیڅ ویره نه لري.

په پاکستان کې د حساب کتاب یا پلټنو ملي اداره نیب دا وخت د نوازشریف، د مریم نوازشریف او د مریم د میړه محمد صفدر په لندن کې د کورونو په اړه پلټنې کوي او محکمې ویلي چې د جمعې په ورځ یعني د جولایي په ٦ به د هغوي په اړه پریکړه کوي.

مریم نوازشریف وویل "کله چې څوک د ریښتیاو بیرغ پورته کړي، د داسې څه لپاره ودریږي چې د پاکستان په ٧٠ کلن تاریخ کې د هغې لپاره څوک نه وې راپورته شوې نو دا بیا په لوړه بیه تمامیږي"

اغلې مریم د خپلو خبرو نه وروسته پدی اړه ټویټ هم وکړ

د پاکستان د انگلیسۍ ژبې ورځپاڼه ډان د مریم نوازشریف په اړه په یوې مقالې کې لیکي چې د پاکستان په اوسنې سیاسي مشرانو کې یوه د هغو کسانو نه ده چې د پوځ ضد یې سخت دریځ خپل کړیدی او لدی کبله د ډیرو مشکلاتو سره هم مخ ده.

د پېښور په پوهنتون کې پروفیسره نورین نصیر امریکاغږ ته وویل چې مریم نوازشریف چې د پوځ وړاندې کوم جرات ښودلی دی، دا د پاکستان په سیاست کې یوه ډیره نوي خبره ده.

پدغه موخه د پاکستان پخواني صدراعظم نوازشریف هم د خبریالانو سره خبرې وکړي. د جیو ټلویژون چې دغه خبرې غونډه یې په مسقیمه توگه خپرولې، پکې نوازشریف د محکمې نه وغوښتل چې د هغوي په اړه دغه پریکړه څو ورځې وځنډوي ځکه هغه غواړي چې قاضي کله پریکړه کوي نو هغه ورته مخامخ ولاړ وي.

د نوازشریف میرمن، کلثوم بیگم دا وخت د لندن په یو روغتون کې په جدي حالت کې بستري ده.

د پاکستان مسلم لیگ نون گوند د نوازشریف د ورور شهبازشریف په مشرۍ کې په راتلونکې انتخاباتو کې برخه اخلي.

نوازشریف تیرکال د جولایي په میاشت کې محکمې د صدراعظمۍ د دندې نه نا اهله کړ او بیا وروسته یې د خپل سیاسي گوند د مشرۍ نه نا اهله کړ.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG