د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د خپلواکۍ د کلیزي په ورځ د روسیې په برید کې ۲۲ کسان وژل شوي


روسي ځواکونو د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږې دویمه) د اوکراین د ریل ګاډي پر یو تمځای برید کړی چې ۲۲ کسان پکې وژل شوي دي.

دا برید له پخواني شوروي اتحاد څخه د اوکراین د خپلواکۍ د ترلاسه کیدو په ورځ چې نن د اګست ۲۴ ده، شوی دی.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي له دې مخکې خبرداری ورکړی وو چې مسکو ممکن روانه اوونۍ "په خاص ډول بې رحمه" کار وکړي.

د اوکراین خبري آژانسونو د هغه هیواد د جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي په قول چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې د ویډیو کنفرانس له لارې وینا کوله خبر ورکړی چې دغه مرګونی برید د دنیپروپتروفسک منطقې په چاپلین سیمه کې چې ۳۵۰۰ تنه نفوس لري، شوی دی.

د هغه هیواد جمهوري ریاست هم راپور ورکړی چې د چهار شنبې سهار وختي په یو راکټي برید کې یو ۱۱ کلن هلک هم وژل شوی دی.

زیلنسکي امنیت شورا ته په خپله ماښامنۍ وینا کې وویل" چاپلین زموږ د نن ورځې درد دی."

هغه که څه هم په یو ځای کې وویل چې په پيښه کې کابو ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي خو د اوکراین د جمهوري ریاست د مرستیال دفتر بیا وروسته څرګنده کړه چې په پيښه کې پنځه ریل ګاډي په نښه شوي او ۲۲ کسان ټپیان شوي‌ دي.

دغه برید په داسې حال کې کیږي چې نن چهار شنبې د اګست ۲۴ له پخواني شوروي اتحاد څخه د اوکراین د خپلواکۍ کلیزه ده، یاد هیواد په ۱۹۹۱ کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي اخیستې ده. نن چهار شنبې همدارنګه پر اوکراین د روسیې د برید شپږ میاشتې پوره کیږي.

اوکراین د روسیې د راکټي بریدونو له ویرې، د خپلواکۍ له ورځې څخه مخکې تر پنجشنبې پورې په پلازمینه کیف کې لویي غونډې منع کړي دي.

د کیف اوسیدونکي که څه هم په وروستیو میاشتو کې تر ډیره په امان کې دي خو د چهار شنبې په ورځ د هوایي بریدونو په خبرداریو سره راویښ شول اما کوم برید ونشو.

خو د ورځې په جریان کې د اوکراین پر ختیځو، لودیځو او مرکزي سیمو روسیې بریدونو دوام درلود چې تر ټولو لوی برید د ریل ګاډي پر ستیشن وو.

اوکراین سره د امریکا تازه مرسته

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۴ له اوکراین سره تازه کابو ۳ میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه.

بایډن د اوکراین د خلکو «د زړورتیا او ازادۍ ته فوق العاده ژمنه» وستایله او له دغه هېواد سره یې درې میلیارد ډالر نوې پوځي مرسته اعلان کړه.

ښاغلي بایډن وویل چې دا مرستې داسې تنظیم شوي دي چې په اوږد مهال کې له اوکراین سره په دفاعي برخه کې مرسته وکړي. ځینو امریکايي چارواکو ویلي دي چې د دغو مرستو ځینې برخې به په راتلونکي یو او دوو کلونو کې ونه لګول شي.

ښاغلي بایډن وویل چې په دغو مرستو کې دافع هوا، توپخانه يي سیستمونه او مهمات یې او د بې پیلوټه الوتکو سیستمونه شامل دي. له شاوخوا یو نیم کال راهېسې امریکا له اوکراین سره ۱۰.۶میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG