د خيبر پښتونخوا د پاړه چينار یو شمیر اوسیدونکي وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د لارې د بندېدو له کبله یې سیمه د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ شوې ده.
په پاړه چينار کې د لارو پرانستلو لپاره له تېرو دریوو ورځو راهیسې ځايي خلکو پرلت وهلی دی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی سیمو ته د مال لېږدونکیو موټرو د کاروان پرځاې تړلې لارې پرانيزي.
د مارچ پر څلورمه نېټه کورمې ولسوالۍ ته تر حکومتي څار لاندې په خوراکي توکو بار د ۲۲۶ موټرو کاروان رسېدلی دی. په دې کې ۱۰۰ موټرې سده ښار او نورې ۱۱۳ لارۍ پاړه چينار، علیزیو او ځینو نورو سیمو ته مالونه رسولي دي خو حکومت هغه موټرو ته اجازه نه ده ورکړې چې سیمې ته یې تېل او ګاز لېږدول.
کورمه له زېرمو څخه ډکه سيمه ده خو له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د جنګ جګړو له کبله په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځینو پرلتوالو امريکا غږ ته وویل، په سیمه کې یې ژوند په ټبه ولاړ دی.
د پاړه چینار منظر علي چې د ګازو سوداګر وايي، له څو مياشتو راهيسې له ګازو ډکې لارۍ پر سړکونو ولاړې دي. نوموړی زیاتوي، "د موټرو کرايه راپسې اوړي او په سخت ژمي کې د ګازو د نشتوالي له امله ولس سخت کړېږي."
په کورمه ولسوالۍ (ضلع) کې د سنيانو او شیعه ګانو ترمینځ د بیا بیا نښتو له کبله نه یوازې په سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې بلکې اوس خو په سیمه کې د خوړو او سونګ توکو ډېر زیات قلت پیدا شوی دی.
د پاړه چینار یوبل مشر حاجي ګلفام امریکا غږ ته وویل، "څو څو ځلې مو سیمو ته د موټرو په کاروان کې نور خوراکي توکي راوړل شوي دي، خو د تېلو د راوړلو اجازه نه راکوي. "
نوموړی زیاتوي د تېلو د کمي له کبله د خلکو ژوند په ټپه ولاړ دی، ناروغ روغتون ته نشي رسولای او نه بل څه ماشين چالان کولې شي.
د پاړه چينار ځايي خبريال علي افضل افضال وایي، جګړې یې سیمې ته مرګونه او لوږه راوړې او زیاتوي اوس خو د ناروغانو د نه درملنې له لاسه هم مري.
له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه، "زموږ سترګې سرکار [ حکومت] ته دي چې د امن موافقې پس به تړلې لارې پرانيزي خو تر اوسه سرکار زموږ د ماشومانو او وګړو په خاطر هېڅ يو ګام هم نه دی پورته کړی."
د کوهاټ امن موافقې د جرګې غړی او د سنې ډلې سياستوال ډاکټر قادر اورکزي امريکا غږ ته وويل، دواړه ډلې په کورمه کې امن غواړي نو ځکه يې د امن موافقه لاسليک کړه خو د امن پرضد درېيم فريق نه غواړي چې په کورمه کې دايمي امن راشي او ټولې لارې پرانیستل شي خو دغه ذمه واري د حکومتي چارواکو ده چې د امن قايمولو په خاطر د جرګې فيصلې عملي کړي.
د کورمې پخوانی سناتور سجاد توري په دې اړه امريکا غږ ته وويل چې سني او شيعه ډلې د امن موافقه منلې ده نو بايد چې حکومت د موافقې ټولې هوکړې عملي کړي او د پاړه چينار د ښار خلکو ته دې د ژوند هغه ټول حقونه ورکړي کوم چې حقوق چې په نور پاکستان کې خلکو ته تر لاسه دي.
په پېښور کې خبريال او د سيمه ايزو چارو شننونکي شميم شاهد امريکا غږ ته وويل، دا نه یوازې د خواشینۍ بلکې د اندېښنې وړ خبره ده چې د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ ستونزه په يويشتمه پېړۍ کې نه ده هواره شوې او ولس يې د روژې په مبارکه مياشت کې له لوږې سره مخامخ دی او په دې سربېره يې د ناروغانو د درملنې لپاره هېڅ دارو درمل نه لري.
نوموړي له امريکا غږ سره په خپلو څرګندونو کې ا دعا وکړه، چې د کورمې د خلکو پرضد يو لوی سازش روان دی چې تل په جنګ اخته وي ځکه چې د بګن خلک په پېښور کې پر پرلت ناست دي او په پاړه چينار کې هم خلک پر پرلت ناست دي خو سرکار [ حکومت] یې ستونزې نه هواروي.
خبریال شمیم شاهد وايي، د پاکستان حکومت د کورمې د خلکو په خاطر دې کوټلي ګامونه پورته کړي، امن راولي او دواړو فريقينو ته د ښه او هوسا ژوند زمينه برابره کړي.
په پاړه چينار کې د کورمې ډپټي کمېشنر اشفاق احمد وايي، حکومت هڅه کوي چې ټولې تړلې لارې پرانيزي چې د کورمې د ولس دا ستونزې پای ته ورسيږي.
هغه زياته کړه، "موږ د ولس د خوراک او د ناروغانو د درملنې لپاره کار پيل کړی دی چې د هيلي کوپتر له لارې ناروغان هم د پېښور روغتون ته و رسوو. "
په وروستيو مياشتو کې په کورمه کې د شيعه او سني ډلو ترمنځ په بېلا بېلو نښتو کې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د مالي زیانونو ترڅنګ له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې د کورمې ټولې لويې لارې بندې دي چې اوسیدونکو يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کوي.
د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په منځګړیتوب او د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم د کورمې لارې تړل شوې دي.
د هغې موافقې په ١٤ ټکو کې د لويو لارو خلاصول او په ۱۵ ورځو کې د وسلو د سپارلو تګلاره جوړول او ټول سنګرونه رنګول هم شامل دي.
فورم \ دبحث خونه