د لاس رسي وړ اتصالات

 امریکا د داعش خراسان د مشر په سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه


د داعش غړي 
د داعش غړي 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو تازه اقدام کې د داعش د خراسان ډلې د مشر ثناءالله غفاري په سر چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی، لس میلیون ډالره جایزه اعلان کړه.

یاد وزارت د دوشنبې په ورځ فبروري اوومه (سلواغه۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې دا لس میلیون ډالر به د هغو معلوماتو په بدل کې ورکول کیږي چې په اساس یې د داعش خراسان ډلې دغه مشر یا وپېژندل شي او یا یې موقعیت معلوم شي.

همدغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د جایزې ورکولو څانګه د داعش ډلې د هغو غړو په سر هم لس میلیون جایزه ورکوي چې تېر کال د اګست په ۲۶ نېټه د کابل د هوايي ډګر مخې ته په ځانمرګي برید کې یې لاس درلود.

په دغه برید کې ۱۳ امریکایي‌عسکر او لسګونه افغانان ووژل شول او ژوبل شول. اعلامیه وایي چې دا جایزه به د هغو معلوماتو په بدل کې ورکول کیږي‌ چې په هر هېواد کې د داعش ډلې د دغه برید د مسئولینو نیولو او یا محکوم کېدو ته لاره پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې د داعش ډلې د ۲۰۲۰ د جون په میاشت کې ثناءالله د خراسان څانګې مشر وټاکه. وايي هغه په افغانستان کې د دغې ډلې د ټولو عملیاتونو او د عملیاتو لپاره د پېسو د برابرولو او تنظیم مسولیت په غاړه لري.

د ۲۰۲۱ د نومبر په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ثناءالله غفاري د نړیوال ترهګر په توګه وپېژنده.

د امریکا حکومت د ۲۰۱۵ د سپتمبر په ۲۹ نېټه د داعش خراسان ډله د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه وپېژندله او یو کال وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډله د نړیوالو ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړه.

د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې یو شمېر خونړي بریدونه وشول چې همدې ډلې یې مسئولیت واخیست. په دغو بریدونو کې د کابل د هوايي ډګر ځانمرګی برید، په کندز او کندهار کې په جوماتونو بریدونه او په وسله والو طالبانو بریدونه شامل دي چې لسګونه کسان یې ووژل او ژوبل کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د داعش ډلې د دغو مشرانو په سر جایز اعلانوي چې د ملګرو ملتونو د څار ډلې په تازه راپور کې ویلي دي چې د طالبانو له راتګ وروسته په هغه هېواد کې د بهرنیو اورپکو فعالیت زیات شوی دی.

راپور وايي چې څو میاشتې مخکې د اسامه بن لادن زوی عبدالله بن لادن هم افغانستان ته تللی و او هلته یې له طالب مشرانو سره لیدلي دي. خو طالبانو دا راپور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG