د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې پر اوکراین باندې د یرغل دوه کاله وروسته ومنله چې د 'جګړې په حال' کې دی


د اوکراین په خارکیف کې د برښنا په یو مرکز د روسیې تازه برید - د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۲۲
د اوکراین په خارکیف کې د برښنا په یو مرکز د روسیې تازه برید - د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۲۲

روسیې د جمعې په ورځ مارچ ۲۲ (وري ۳) په اوکراین باندې د خپل پوځي یرغل دوه کاله وروسته ومنله چې دا هیواد د "جګړې په حالت کې" دی. دا پداسې حال کې دي چې مسکو په خپل ګاونډي هیواد اوکراین باندې د توغندیو او ډرون الوتکو پراخ بریدونه پیل کړي دي.

روسیې پر اوکراین نږدې ۹۰ توغندي او له ۶۰ څخه زیات په ایران کې جوړ شوي کامیکاز ډرون توغولي چې د بریښنا د سټیشنونو په ګډون د انرژۍ لسګونه تاسیسات یې زیانمن کړي. اوکرایني چارواکو ویلي چې دا د روسیې له خوا ددې هیواد د بریښنا او تودوخې شبکې د بندولو هڅه وه.

روسیه وایي چې د بریدونو دا څپې یې په وروستیو اونیو کې د اوکراین له خوا پر سرحدي سیمو باندې د یو لړ بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت او سیمه ییزو چارواکو په وینا، د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپیان دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جمعې په ورځ مارچ ۲۲، د کرملین پلوه یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: "موږ د جګړې په حالت کې یوو."

دا اعتراف د روسیې له خوا د اوکراین د جګړې په اړه د رسمي دریځ خلاف دی چې کرملین د جګړې د پیل راهیسې تل ویلي چې په اوکراین کې "ځانګړي پوځي عملیات" تر سره کوي.

پیسکوف وویل: "هو، دا د یو ځانګړي پوځي عملیاتو په توګه پیل شول، خو کله چې ټول لویدیځ د اوکراین پرخوا ودریدل، نو زمونږ لپاره دا په جګړه واوختله."

هغه زیاته کړه: "په قانوني توګه دا یو ځانګړی پوځي عملیات دی، خو په حقیقت کې په جګړه بدل شوی دی."

مسکو اکثرا لویدیځ اوکراین ته د وسلو ورکولو په خاطر د اوکراین په جګړه کې په مستقیم ګډون تورنوي.

د مسکو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې دا بریدونه یې د اوکراین د وروستیو بریدونو په غچ کې کړي دي، او ویلي یې دي چې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات، پوځي صنعتي کمپلکس، د اورګاډي مرکزونه او وسلې یې په نښه کړي دي. دې وزارت ویلي چې "د پراخو بریدونو ټول اهداف ترلاسه شوې."

پدې ترڅ کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ مارچ ۲۲، یو ځل بیا د نورو لویدیځو وسلو غوښتنه وکړه او هغه سیاسي "بې تصمیمي" یې وغندله چې دې هیواد سره په مرستو کې د ځنډ سبب شوی، چې د هغه په وینا ددې ځنډ په وجه د اوکراین د خلکو ژوند له لاسه ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG