د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او پاکستان د ترهگرۍ ضد پوځي کمیسیون جوړوي


روسیه او پاکستان د پوځي همکاریو یو کمیسیون جوړوي چې په سیمې کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خطر د مخنیوې لپاره کار وکړي. دغو دواړو ملکونو په امریکا تور لگولی چې په افغانستان کې یې د اسلامې دولت ډلې ته هغومره پام ندی کړی چې څومره ورته ضرووت و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل چې "د امریکا په مشرۍ د ناټو د ځواکونو لخوا په افغانستان کې د اسلامي دولت د خطر د مخنیوې په لړ کې جدي شکونه لري."

ښاغلي لاوروف دغه خبرې د پاکستان د بهرنوچارو د وزیر خواجه اصف سره په ګډې خبرې غونډې کې په مسکو کې کړیدي.

لاوروف وړاندې وویل چې "مونږ د پاکستان د ترهگرۍ ضد پالیسۍ تائیدوو او پدې مبارې کې د ټولې سیمې گټه ده."

د پاکستان او روسیې ډاټا وایي چې د اسلامي دولت ډلې په زرگونو غړي د افغانستان په شمال او ختیځ سرحدي سیمو کې حضور لري او د هغوي شمیر ورځ تربلې زیاتیږي.

لاروف وویل "مونږ خبر یو چې له بدمرغه د امریکا په افغانستان کې د داعش حضور بیخې نه مني. دوي دا تاثر ورکوي چې داعش په دغې ملک کې حضور نلري".

روسیه او ایران په امریکا تور لگوي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې په جوړولو کې لاس لري. دوي وایي چې د داعش ځینې غړي د سوریې او عراق نه افغانستان ته تیښتي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر اصف هم د لاروف اندیښنې تائید کړي. " امریکا او افغانستان بیخې دا نه مني چې په دغه ملک کې د داعش فعالیتونه او حضور زیات شویدي. د داعش ډله منځنۍ اسیا، پاکستان چین او روسیې ته خطر پېښوي. دا ډیره د خطر خبره ده."

امریکا د روسیې دغه ډول تورونه ردوي او وایي چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د افغان ځواکونو سره یوځاې د اسلامي دولت د ډلې په ضد جنگیږي او په افغانستان کې د داعش فعالیتونه کم شویدي.

امریکا په روسیې تور لگوي چې د افغان طالبانو سره اړیکې لري او په افغانستان کې د ثبات د ټینگولو د هڅو د ناکامولو کوښښ کوي.

XS
SM
MD
LG