د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استخبارات: په افغانستان کې حالات خرابیږي


افغان امنیتي ځواکونه
افغان امنیتي ځواکونه

سیاسي بې ثباتي، د طالبانو بریدونه، د افغان ځواکونو ناانډوله عملیات او د مالي سرچینو کموالی په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو لاملونه گڼل شوي دي.

د افغانستان په اړه د امریکا تازه استخباراتي ارزونه ښیي چې په روان کال کې ښایي وضعیت پدې هیواد کې نور هم وران شي.

د هغه استخباراتي رپوټ له مخې چې د سه شنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس ته وړاندې شو په کې ویل شوي چې سیاسي بې ثباتي، د طالبانو او داعش پرله پسې بریدونه، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې تزلزل او د مالي سرچینو کمښت هغه اساسي عوامل دي چې کیدای شي د حالات د لا ورانیدلو سبب شي.

ددغه رپوټ په بنسټ د افغانستان دولتي ځواکونه ښایي مهم ښارونه په ولکه کې وساتي، خو د طالب یاغیانو گواښونه به همداسې روان وي.

دغه رپوټ په افغانستان کې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جنگي تګلارې د گټورتیا په اړه د افغان او امریکایي چارواکو د خوشبینۍ سره په تناقض کې دی. د امریکا نوې تګلارې پر طالب یاغیانو او داعش جنگیالیو باندې د هوایي بریدونو په زیاتیدو او همداشان د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د پناه ځایونو د منځه وړلو لپاره پر هغه هیواد باندې د فشارونو په زیاتولو ولاړه ده.

د جمهور رئیس ټرمپ د ستراتیژۍ یوه برخه چې د ٢٠١٧ کال په اگست کې اعلان شوه، افغانستان ته د ۴٠٠٠ نورو اضافي ځواکونو په استولو ټینگار کوي. اوسمهال په افغانستان کې ١۴٠٠٠ امریکایي ځواکونه میشت دي.

دا لومړی ځل ندی چې د امریکا استخبارات د افغانستان د وضعیت په هکله ناهیلي څرگنده کړې ده. په ٢٠١٦ کې د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس خبرداری ورکړی و چې افغانستان د سیاسي سقوط له گواښ سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG