د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د اختلاف سره سره پوتین او اردوغان خبرې وکړې 


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی

د ترکیې له لوري اوکراین ته د بې پیلوټه الوتکو له ورکولو او د ناټو مسئولینو له څرګندونو وروسته روسیه غوڅه شوې ده.

خو نن یکشنبه جنوري دویمه (مرغومې ۱۲) د دواړو هېوادونو چارواکي وايي چې ولسمشرانو یې ولاديمیرپوتین او رجب طیب اردوغان په تیلیفون کې خبرې کړې او د اوکراین په اړه د اختلاف سره سره یې د اړیکو د ښه والي ژمنه کړې ده.

ترکیه له ۱۹۵۲ راهېسې د ناټو غړې ده، دغه هېواد کیف ته یې بي پیلوټه الوتکې ورکړې‌ او مسکو اندېښنه لري چې دا الوتکې به د کیف حکومت د اوکرین په دوو ختیځو سیمو کې د بیلتون غوښتونکو په ضد کاروي.

کرملین په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پوتین او اردوغان «یو بل ته د نوي کال مبارکۍ ورکړې، د دوه اړخیزو اړیکو په مهمو نتایجو وغږېدل او د ترکیې او روسیې ترمنځ د متقابلو ګټورو اړیکو د لا ښه کېدو اړتیا یې تائید کړه».

د ښاغلي‌ اردوغان دفتر وايي‌ چې دواړو غاړو «د ترکیې-روسیې د اړیکو د رغولو لپاره په اقداماتو» بحث وکړ او په «ټولو برخو کې» یې د همکارۍ د پراختیا په اړتیا بیا ټېنګار وکړ.

مسکو تېره میاشت په کیف باندې انتقاد کړی و چې د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو په ضد جګړې ته یې ترکي بې پیلوټه الوتکې انتقال کړي‌ دي.

ترکي چارواکي وايي د ترکیې الوتکو د کارولو په اړه نباید انقره ملامته شي، وايي ترکیه چې کله په بل هېواد باندې وسله وپلورله،‌ نوره د ترکیې تولید نه ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش تېره اونۍ روسیه وهڅوله چې «یو اړخیزې» غوښتنې پرېږدي او د اوکراین په اړه له ناټو او لویدیځ قوتونو سره رغوونکی چلند خپل کړي.

روسیه له ناټو څخه د یو عملي امنیتي ضمانت غواړي او دا غوښتنه هم لري چې خپل ځواکونه دې بېرته هغوو سیمو ته په شا کړي چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په کې دېره وو.

XS
SM
MD
LG