پداسې حال کې چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو جګپوړي چارواکي په سعودي عربستان کې د روسیې استازو سره وګوري، کرملین دوشنبه فبروري ۱۷ ( سلواغې ۲۹) یو امریکایي تبع له زندان څخه خوشې کړی.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې خوشې شوی امریکایي تبع کالوب بایرز ویني نومیږي او د همدې روانې فبروري میاشتې په اوومې نیټې د مسکو په یو هوایي ډګر کې د "لږ مقدار" چرسو سره نیول شوی و.
د روسیې پولیسو دا چرس د ویني په بکس کې موندلي و.
د اې پي خبري اژانس ویلي چې دا امریکایي تبع د خپلې روسۍ نامزادې سره د ترکیې د استانبول څخه مسکو ته تللی و چې په هوایي ډګر کې دواړه ونیول شول.
روسي چارواکو په هغه د "پام وړ اندازې" مخدره موادو د قاچاق کولو تور لګولیو چې که پر چا په روسیې کې دا تور ثابت شي، تر ۱۰ کالونو پورې بندي کیدی شي.
د کرملین ویاند ویلي چې په سعودي عربستان کې د خبرو هدف د واشنګټن او مسکو تر منځ د اړیکو بیرته پیل کول دي.
سره لدې چې د امریکا او روسیې چارواکو تر اوسه ندي ویلی چې خوشې شوی امریکایي تبع لا هم په روسیې او یا امریکا کې دی خو په روسیې کې مطبوعاتو ویلي چې هغه په مسکو کې د متحده ایالاتو سفارت ته وړل شوی او ښایي ژر به امریکا ته ولیږدول شي.
یو امریکایي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط اې پي خبري اژانس ته تائید کړی چې د امریکایي تبع په سیمه ایز وخت د یکشنبې په ماښام سفارت ته سپارل شوی.
د ډونالډ ټرمپ جمهور رئیس کیدو راهیسې دا دویم امریکایي دی چې د روسیې له زندانونو څخه خوشې کیږي.
ښاغلي ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په ۱۱ مې په سپینه ماڼۍ کې مارک فوګل ته ښه راغلاست ووایه چې په روسیه کې له بند څخه خوشې شوی و.
مارک فوګل د ډاکتر لخوا د توصیه شویو چرسو لرلو په تور د ۲۰۲۱ د اګست راهیسې په روسیه کې قید وو. فوګل په داسې حال کې چې د ټرمپ ترڅنګ ولاړ وو، وویل: "زه همدا اوس ځان ترټولو بختور انسان احساس کوم."
فوګل د ولسمشر سربېره د متحده ایالاتو د ډیپلوماتانو او قانون جوړوونکو ستاینه یې وکړه چې د هغه د خلاصون لپاره یې هڅه کړې. فوګل وویل، "زه د هغه څه پوروړی یم چې دوی زما لپاره کړي دي".
د امریکا جګپوړي چارواکي د شنبې په ورځ د سعودي په پایتخت ریاض کې پداسې حال کې غونډه کوي چې اټکل دی د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هم د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وګوري.
ښاغلي ټرمپ تیره ورځ پرته لدې چې د خپل ملاقات د ځای او نیټې په هکله څه ووایي، یوازې دومره یې ویلي چې "ډیر ژر" به له پوتین سره وګوري.
فورم \ دبحث خونه