د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د افغانستان او پا کستان ترمنځ د تورخم سرحدي لار د جمعې د شپې راهیسې د پاکستاني سرحدي ساتوونکو له خوا تړل شوې چې له امله یې پر دغه لار نن هم د دواړو هیوادونو ترمنځ هر ډول تګ راتګ خډیدلی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۲ (کب څلورم) د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د تورخم د کمیسار ملا عبدالجبار حکمت له قوله د لارې د بندیدو علت د طالبانو د سرحدي ساتوونکو له له خوا د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د نویو امنیتي پوستو جوړیدل ښودلي دي.
هغه ویلي: " کله چې هم افغان لوری [طالبانو امنیتي ځواکونه] د خپلې خاورې دننه د امنیتي پوستو پر جوړولو کار پیل کړي، پاکستانی لوری پرته له خبرداري لار تړي او ولس له ستونزو سره مخ کوي".
پاکستاني امنیتي ځواکونو له تراوسه ددغې لارې د بندیدو په اړه څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستانی د تورخم لار د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د امنیتي تاسیساتو د جوړیدو له امله تړل کیږي. خو په تیر کې دغه لار د دواړو خواو ترمنځ د نښتو وروسته بندیدله او دا ځل د کومې نښتې وروسته تړل شوې ده.
د ننګرها ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سیمه ییزو مسوولینو له قوله ویلي چې هڅه کوي چې دا لار د دپلوماتیکو لارو ژر بیرته پراینځي.
د تورخم پر لار نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هره ورځ په زرګونو کسان تګ راتګ کوي، بلکې دا لار د افغان سوداګرو له خوا د پاکستان د کراچۍ بندر څخه د ترانیزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.
ددې سربیر ه دا لار د پاکستان او منځنۍ اسیا د هیوادنو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.
دا په روان ۲۰۲۵ کال کې لومړی ځل دی چې تړل کیږي، تیرکال دا لار په ځو ځلې د ورته ستونزو او د سرحد په اوږدو کې د دواړو خواو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې وه.
فورم \ دبحث خونه