د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: له اوکراین څخه مو د خپلو وژل شویو پوځیانو غچ واخیست


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

مسکو د یکشنبې په ورځ جنورۍ اتمه (مرغومي ۱۸) وویل چې د اوکراین د پوځ له لوري یې د خپلو ۸۹ وژل شویو سرتېرو غچ یې واخیست.

روسیه وايي چې د اوکراین د ختیځ ښار کراماتورسک په مکیوکا کې په اوکرایني سرتېرو مرګوني برید کړی او د روسیې د دفاع وزارت په یو بیان کې ادعا کړې چې په برید کې یې څه دپاسه ۶۰۰ اوکرایني پوځیان وژلي چې په دوو ودانیو کې ځای پر ځای شوي وو. د روسیې د دفاع وزارت دا برید غچ اخیستنه بللې ده.

د فرانسې خبري اژانس ویلي چې دوی نشي کولای چې دا راپور سمدلاسه تائید کړي.

د شنبې په ورځ، د فرانس پرس خبریالانو په کراماتورسک کې، چې د دونیتسک په ختیځ کې موقعیت لري، له نیمې شپې مخکې د څلورو چاودنو غږونه اورېدلي وو.

اوکراین او روسیې دواړو هیوادونو د شنبې په ورځ د ارتودوکس عیسویانو کرسمس ولمانځله.

د روسیې دفاع وزارت دا نه دي ویلي چې برید دقیقا کله شوی، خو ویلي یې دي چې د روسیې استخباراتو "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې" په کرایماتورسک کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د موقتي ځای پرځای کیدل تائید کړي دي.

مسکو ادعا کړې، چې څه دپاسه ۱۳۰۰ اوکرایني پوځیان په دوو ودانیو کې ځای پر ځای شوي وو.

د یکشنبې په سهار د دونیتسک د سیمه ییزې ادارې مشر پاولو کریلینکو وویل، روسیې پر کراماتورسک اووه راکټي بریدونه کړي دي.

هغه وویل چې "یو تعلیمي بنسټ، یو صنعتي تاسیسات او یو کوپراتیف ګراج" زیانمن شوي او هیڅ ځاني زیان ندی رسیدلی.

د نوي کال په برید کې، اوکراین د اشغال شوي ختیځ اوکراین په ماکیوکا ښارګوټي کې یوه ودانۍ په نښه کړه چې د عسکري بارکونو په توګه کارول کیده.

روسیې منلې چې ۸۹ سرتیري یې وژل شوي دي؛ کوم چې د اوکراین په برید کې تر ټولو زیات تلفات وو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۳۶ ساعته اوربند امر کړی و چې ارتودوکس عیسویانو ته اجازه ورکړي چې کرسمس ولمانځي؛ هغه مذهبي مراسم چې په روسیه او اوکراین دواړو کې د جنوري په اوومه نیټه لمانځل کیږي.

د روسیې دغه یو اړخیز اوربند د شنبې په ورځ د کیف پر وخت د شپې په ۱۱ بجو پای ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG