د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین له کیف سره د امریکا د نظامي مرستو ستاینه وکړه


براډلي زغره وال چې د ټانک ضد راکټي سیستم هم لري
براډلي زغره وال چې د ټانک ضد راکټي سیستم هم لري

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د متحدو ایالتونو له وروستیو څو میلیارد ډالري مرستو څخه چې د براډلي زغره وال موټرونه هم پکې شامل دي، ستاینه وکړه.

نوموړي وویل دا دقیقا هغه څه دي چې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې د اوکرایني ځواکونو پکار دي. د اوکراین جمهور رئیس د جمعې په ورځ جنوري ۶ په خپله ماښامنۍ وینا کې دا "یوه ډیره پیاوړې بسته" وبلله

نوموړي وویل:" موږ به د لومړي ځل لپاره براډلي زغره وال ترلاسه کړو، دا دقیقا هغه څه دي چې پکار دي. د دقیق هدف ویشتونکو، نویو راکټونو او نویو ډرونونه په ګډون، نوې وسلې. دا پر وخت او پیاوړي دي."

زیلنسکي په داسې حال کې د امریکا د نظامي مرستو ستاینه کوي چې سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ له اوکراین او د ناټو د ختیځې اروپا له غړو هیوادونو سره د ۳.۷۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو او نورو مرستو اعلان وکړ.

زیلنسکي له جمهور رئیس بایډن، امریکایي قانون جوړونکو او ټولو امریکایانو څخه چې د آزادۍ ملاتړي دي او په دې پوهیږي آزادي ددې ارزښت لري چې وساتل شي، مننه وکړه.

د امریکا د نظامي مرستو وروستۍ بسته، تر اوسه له کیف سره د واشنګټن د مرستو تر ټولو ستره بسته ده. په دې مرستو کې د لومړي ځل لپاره د براډلي زغره وال هم شامل دي کوم چې د (ټانک وژونکي) هم ورته ویل کیږي ځکه د ټانک ضد مزایلو سیستم لري.

بلخوا تر دې مخکې مسکو اعلان وکړ چې د هغوی ځواکونه به د شنبې په ورځ د اورتودوکس کرسمس په خاطر لنډمهاله اوربند وکړي. خو اوکرایني چارواکو د مسکو دغه یو اړخیز ۳۶ ساعته اوربند غندلی، هغه یې د یو خاص هدف په خاطر بللی او ویلي دي چې یو شمیر روسي ځواکونو دغه اوربند ندی مراعت کړی.

د روسیې دفاع وزیر د شنبې په ورځ وویل چې د هغوی ځواکونو په ۱۱۰۰ کیلومتره کرښه کې اوربند مراعت کړی خو د برید په ځواب کې بیرته ډزي کړي دي.

بلخوا د بریټانیا دفاع وزارت چې اوکراین ته د نظامي مرستو یو ستر برابرونکی بلل کیږي، د شنبې په ورځ وویل په اوکراین کې د نورو ورځو په څیر جګړې روانې دي.

XS
SM
MD
LG