د روسیې د تاس خبري اژانس په اسلام اباد کې ددغه هیواد د سفیر له قوله ویلي چې مسکو پاکستان کې مخ په زیاتیدونکي ډول د تروریستي فعالیتونو د پراخه کیدو په اړه ددغه هیواد په اندیښنو کې ځان شریک ګڼي او د اسلام اباد او کابل ترمنځ په رغنده همکارۍ باندې تمرکز کوي.
په پاکستان کې د روسیې د سفیر البرټ خوریوف د تاس خبري اژانس سره په مرکه کې چې یکشنبې په ورځ فبرورۍ نهم (سلواغې ۲۱) خپره شوې ویلي چې مسکو د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې اسلام اباد له هڅو ملاتړ کوي.
هغه ویلي: "مونږ په پاکستان کې مخ په زیاتیدونکي ډول د تروریستي فعالیتونو د پراخیدو په تړاو د اسلام اباد په اندیښنو کې ځان شریک ګڼو. روسیه د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلو پاکستاني ملګرو د لیوالتیا ملاتړ کوي او مونږ دا تائیدو چې زمونږ تمرکز د پاکستان او افغانستان سره رغنده همکارۍ پیاوړي کیدو ته دی".
د روسیې سفیر په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګیدل او ددغه هیواد څخه د راپورته کیدونکو تروریستي ګواښونو پر وړاندې مبارزه یې د اسلام اباد او مسکو په ګټه بللې او هغه یې د دواړو هیوادونو د یو ګډ هدف په توګه یاده کړې ده.
د تاس خبري اژانس ویلي چې روسیه او پاکستان د تروریزم پر وړاندې سره رغنده همکاري لري.
هغه ویلي: "د مرستیال وزیرانو په کچه اړونده تخصصي سلامشورې به ډیرې اغیزمنې اوسي. مونږ عملي کار ته ډیره پاملرنه کوو: په ۲۰۲۴ کال اکتوبر میاشت کې د دوو هیوادونو نظامي قطعاتو د روسیې او پاکستان د ملګرتوب د ګډ اووم پړاو په تمرینونو کې په ګډه د مختلفو ګواښونو مخنیوی وکړ".
په پاکستان کې د روسیې دغه لوړ پوړي دپلومات ویلي چې هیواد یې افغانستان سره د تروریزم ضد هڅو په برخه کې هم پیوستون لري او ورته اړینې مرستې برابروي.
هغه ویلي چې د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کې د امنیتي مسایلو هوارول ددغو هیوادونو په اساسي لیوالتیا کې شامل مسایل دي.
هغه ویلي: "زمونږ له اړخه مونږ د تروریستي ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزې او سیمه ییزې همکارۍ هرکلی کوو. د مسکو د مشورتي فارمټ او د څو اړخیزو نورو نوښتونو له لارې له وړاندې د ګډو ستونزو او ګواښونو په اړه په پراخه کچه ډیالوګ روان دی، چې د افغانستان په اړه د رغنده فکر کوونکو هیوادونو په یووالي کې ونډه لري".
په اسلام اباد کې د روسیې سفیر البرټ خوریوف په پاکستان کې د امنیتي فعالیتونو د زیاتیدو او افغانستان سره ددغو ګواښونو د تړاو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پاکستاني چارواکو په پرله پسې ډول د طالبانو پر حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې په ګډون تروریستي ډلو ته د پناه د ورکولو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خلاف د کارولو په هکله تورونه لګولي دي.
د پاکستان له خوا ددغو تورونو په لړ کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت تازه یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د پوځ پر پاتې شویو پوځي وسایلو او تجهیزاتو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغو پوځي سامان الاتو شتون ددغه هیواد امنیت او خلکو لپاره یو جدي ګواښ دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جنورۍ ۲۹ (سلواغې لسم) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او پر دغه هیواد باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې په ګډون تروریستي ډلې ددغو پوځي وسایلو څخه په تروریستي بریدونو کې کار اخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پرمختللې وسلې، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې ددغه هیواد د ځواکونو د وتلو په پایله کې پاتې شوي دي، تل د پاکستان د امنیت او د اوسیدونکو د خوندیتوب لپاره د ژورې اندیښنې یوه مسله وه".
شفقت علي خان ویلي چې دغو پوځي وسایلو ته د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د ډلې په ګډون د تروریستي ډلو د لاس رسي مسله یې په پرله پسې ډول د طالبانو د چارواکو سره شریکه کړې ده.
خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې امریکايي وسلو او تجهیزاتو ته د تروریستي ډلو لاس رسي ادعاوې ردې کړي او ویلي دي چې دا وسلې او تجهیزات په خوندي ډول ذخیره شوي دي.
ددغه حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هیچاته د دغو وسلو او تجهیزاتو څخه د ناسمې کارونې اجازه نشته.
هغه په دې تړاو ټولې خپرې شوې ادعاوې رد او بې اساسه بللي دي.
د امریکا د دفاع وزارت تیر کال په یو راپور کې ویلي وو چې د ۷.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او تجهیزات یې د طالبانو لاس ته د افغانستان د پریوتلو دمخه دغه هیواد ته چمتو کړي وو.
ددغه وزارت د راپور له مخې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو دمخه نږدې ټول ډیر مهم نظامي وسایل چې په دغه هیواد کې د امریکا پوځ ترې کار اخیست یا تخریب کړي راو یا هم انتقال کړي دي.
فورم \ دبحث خونه