د لاس رسي وړ اتصالات

روسی دپلومات: مسکو او دوشنبه په دې پوهېږي چې له افغانستان څخه د ګډو ګواښونو سره مخ دي


 تاس خبري اژانس د تاجیکستاني چارواکو له قوله ویلي چې داعش، حزب تحریر، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان په ګډون ډیرې تروریستي ډلې افغانستان کې فعالیت کوي. (عکس ارشیف).
تاس خبري اژانس د تاجیکستاني چارواکو له قوله ویلي چې داعش، حزب تحریر، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان په ګډون ډیرې تروریستي ډلې افغانستان کې فعالیت کوي. (عکس ارشیف).

د روسیې تاس خبري اژانس په تاجیکستان کې د روسیې د سفیر له قوله ویلي چې مسکو او دوشنبه په افغانستان کې د راپورته کېدونکو ګواښونو په اړه یو ګډ پوهاوی لري.

دغه اژانس وايي چې افغانستان کې پیچلي وضعیت او د دغه هېواد په شمالي ولایتونو کې د نړیوالو تروریستي ډلو زیاتیدونکو فعالیتونو ته په کتو، د مسکو او دوشنبې تعامل د سیمې ثبات ساتي.

په تاجیکستان کې د روسیې سفیر سایمون ګریګوریف د تاس خبري اژانس سره په دغه مرکه کې چې د دوشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ لسم ( سلواغې ۲۲) خپره شوې ویلي چې مسکو او دوشنبه په دې پوهیږي چې دوی له افغانستان څخه د راپورته کیدونکو ګډو ګواښونو سره مخامخ دي.

هغه ویلي: "مسکو او دوشنبه ددغه هیواد له خاورې [افغانستان] څخه راپورته کیدونکو ګډو ګواښونو په اړه یو ګډ پوهاوی لري."

د تاس خبري اژانس په دې راپور کې د تاجیکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال صدیق امامي د تیر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشتې څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې هغه د مسکو او دوشنبې د امنیتي همکارۍ په اړه ویلي وو" ډیر تمرکز د افغانستان د مسلې په اړه دی". هغه په دغه هیواد [افغانستان] کې پیښې " ډیرې زیاتې متناقصې" بللې وې.

مرستیال وزیر ویلي و، چې د مذهبي افراطیت مفکوره په ډیر جدي ډول په سیمه کې امنیتي بهیر باندې اغیز کوي. د منځنۍ اسیا د دوو هیوادونو اوزبیکستان او ترکمنستان پرتله تاجیکستان د افغانستان سره یو اوږد ۱۳۴۴ کیلو متره سرحد لري.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته په دغه هیواد کې بیا واک ترلاسه کړی دی. په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا ځینو هیوادونو د افغانستان او د دغه هیواد د شمالي ګاونډیانو ترمنځ د سرخد په اوږدو کې د امنیتي ننګونو او ګواښونو په اړه په پرله بسې ډول اندیښنې څرګندې کړي دي.

د تاس خبري اژانس د تاجیکستاني چارواکو له قوله ویلي چې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې (داعش)، حزب تحریر، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان په ګډون نورې تروریستي ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.

په تاجیکستان کې د روسیې دغه لوړپوړي دپلومات په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د فبروري لسمه ( سلواغې ۲۲) یوې غونډې کې خبردرای ورکړ چې په افغانستان د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه نه یوازې د سیمې بلکې نړۍ ته لا هم یو "مهم" ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتیونیو ګوتیرش دا غونډه په عراق، د شام او سوریې شاوخوا سیمو او په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د ډلې د ګواښونو په اړه په ستراتیژیکه کچه په شپږمیاشتنی راپور باندې د بحث لپاره رابللې وه.

د ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، ولادمیر ورونکوف په غونډې کې وویل چې داعش – خراسان نه یوازې په افغانستان کې بلکې د سیمې او د سیمې څخه د باندې هیوادونو لپاره مهم ګواښ دی او زیاته یې کړه چې ددې ډلې ملاتړو په اروپایي هیوادونو کې هم د بریدونو پلان درلود او دا ډله په عملي توګه د منځنۍ آسیا په هیوادونو کې افراد استخداموي.

ښاغلي ورونکوف زیاته کړه، "داسې راپورونه شته چې یو څو بهرني ترهګر وسله وال لا هم افغانستان ته روان دي". د ملګرو ملتونو دې چارواکي د ټولو غړیو هیوادونو څخه وغوښتل چې پرې نږدې افغانستان یو ځل بیا د "ترهګریزو فعالیتونو په ځالې" بدل شي.

بل پلو بیا د امنیت په شورا کې د متحده ایالاتو استازې دوروتي شي بیا داعش – خراسان ډله نړیوال ګواښ وباله او اندیښنه یې څرګنده کړه چې دا ډله نه یوازې په افغانستان بلکې په پاکستان کې د وسله والو استخدامولو توان لري.

په همدې حال کې د چین استازي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي وویل چې د داعش- خراسان ، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ سره تړلې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري او د یو بل سره همکاري کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، منیر اکرم بیا د متحده ایالاتو ددې ادعا په هکله وپوښتل چې داعش – خراسان په پاکستان کې وسله وال استخداموي. هغه د ملګرو ملتونو راپورونو پر اساس وویل چې یوازې افغانستان د داعش – خراسان څانګې د استخدام مرکز دی او په پاکستان کې دا ډله وسله وال نه استخداموي.

سره لدې چې طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو دې راپور باندې تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې په پرله پسې توګه په افغانستان کې د داعش- خراسان څانګې فعالیونه او حضور کمزوری ښودلی.

طالبان دا ادعا هم لري چې په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ ډله شتون نلري.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی ادعا کوي چې په دغه هیواد کې یې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) په ګډون ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي او بشپړ امنیت یې ټینګ کړی دی.

خو داعش او د طالبانو د حکومت ځینو نورو مخالفو وسله والو ډلو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو ښارونو کې د یو شمیر بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG