د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه: روسیې د اوکراین په پوله '۱۵۰ زره سرتیري' دیره کړي


د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزف بورل، وایي د اوکراین سره په پوله او د کریمیه په ټاپو کې د ځای پر ځای شویو روسي سرتیرو شمیر څه دپاسه ۱۵۰ زرو ته رسیدلی.

ښاغلي بورل، دغه شمیره وروسته له هغې اعلان کړه چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو ته د هغه هیواد د سرحد د وضعیت په اړه رپوټ ورکړ.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسول ددغو شمیرو منبع په ډاګه نه کړه، خو وویل چې د کړکیچ د زیاتیدو په هکله په سیمه کې پوره شواهد موجود دي.

هغه دا هم وویل چې اوسمهال پر روسیې باندې د نویو بندیزونو لګول او یا د روسي دپلوماتانو ایستل تر غور لاندې ندي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیتری کولیبا، د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له کتنې وروسته له دې اتحادیې وغوښتل چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.

د اوکراین په پوله د روسي ځواکونو د شتون زیاتیدو پدې وروستیو اونیو کې اروپا او امریکا سخت اندیښمن کړي دي.

مقاماتو ویلي دي چې پدغو سیمو کې د روسي ځواکونو شتون د ۲۰۱۶ کال راوروسته چې روسیې د کریمیه جزیره د اوکراین نه جلا او پر خپلې خاورې پورې وتړله، تر بل هر وخت زیات شوی دی.

د هماغه وخت راهیسې اوکراین د روسیې له ملاتړ نه د برخمنو جلا غوښتونکو سره په جګړه کې ګیر دی، چې د اوکرایني مقاماتو په وینا تر اوسه په کې شاوخوا ۱۴ زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG