د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنګ لار د کوچنیو موټرو پرمخ پرانیستل شوه


عکس ارشیف: د سالنګ لویه لار
عکس ارشیف: د سالنګ لویه لار

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي چې د کابل او یو شمیر شمالي ولایتونو ترمنځ د سالنګ لویه لار چې د واورو د اورښت او توپان له امله تړل شوې وه د یکشنبې د ورځې سهار اته بجې د فبرورۍ څلورم (سلواغې ۱۵) بیرته د کوچنیو موټرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده.

ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې اوس مهال دا لار یوازې د کوچنیو مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستې ده.

هغه ویلي: "د واورې د پنډوالي کچه په مختلفوساحو کې سره توپیر لري؛ په شمالي سالنګ کې ۵۴ ساتني متره او په جنوبي سالنګ کې د ۸۴ ساتني مترو څخه تر ۱۳۹ ساتني مترو پورې رسیږي. د ټولګټو وزارت له هیواد والو او د موټرچلوونکو د خوندیتوب لپاره غوښتنه کوي چې پردغې لویې لارې د تګ راتګ پر وخت د ژمي وسایلو د لرلو ترڅنګ له بشبړ احتیاط څخه هم کار واخلي او د سالنګ د لارې موظفینو لارښوونو ته هم پاملرنه وکړي".

په تیرو دوو ورځو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې واورې وریدلي چې له امله یې د کابل او ځینو ولایتونو او دننه د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ ځینې لارې بندې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې یا واوره وریدلی او یا هم باران شوی دی.

ددغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ملاجانان سایق د شنبې په ورځ په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې د واورو اورښت د بدخشان، دایکنډي او بامیان ولایتونو د مرکزونو او د یوشمیر ولسوالیو ترمنځ لارې بندې کړي دي. همداشان هغه ویلي چې د کابل او بامیان ترمنځ د حاجیګګ کوتل هم د واورو د اورښت له امله تړل شوی دی. خو د بامیانو ولایتي چارواکو ویلي چې دا لار د یکشنبې په سهار بیرته پرانیستل شوې ده.

د طالبانو د حکومت طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ویلي: "د ټولګټو وزارت، د کلیو د پراختیا وزارت په همکارۍ ددغو لارو پاکول روان دي".

همداشان دغه وزارت ویلي چې د واورو او باران د اورښت څخه د احتمالي پیښو شویو پیښو باندې د غور لپاره یې یوه طرحه ترتیب کړې ده چې د تطبیق په حال کې ده. دغه وزارت ویلي چې د اړو کسانو سره د مرستې لپاره په ولایتونو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ځای پر ځای شوي چې د پیښو د پیښیدلو پرمهال به ورڅخه کار واخبیستل شي.

افغانستان کې د تیرو دوو ورځو د واورې او باران دا اورښت په روان ژمي کې دوهم اورښت دی چې ددغه هیواد په اکثرو ولایتونو کې شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د اټکل له مخې په افغانستان کې سږنی ژمی د نورو کلنو پرتله نسبتآ وچ او ګرم دی. دغې ادارې اندیښنه ښودلې چې که چیرې په دغه هیواد کې ژر د واورو او باران اورښت ونه شي نو دا هیواد به د سختې وچکالۍ سره مخ شي.

اوچا ویلي چې وچکالي به د للمي او اوبو لاندې کرهڼیزو فصلونو په ځانګړي ډول موسمي فصلونه چې په نغدو پیسو پلورل کیږي او هم د څړ ځایونو بیا زرغونه کیدو ته زیان ورسوي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې دا به په افغانستان کې د وګړو د بې ځایه کیدو سبب هم شي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د واورو او باران د اورښت پرته به دا هیواد ممکن یوه ډیره سخته وچکالي تجربه کړي چې پایلې به یې ډیرې زیان لرونکي اوسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG