د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د امریکا د سنا مجلس پریکړه لیک وغنده


سعودي عربستان د امریکا د سنا مجلس پریکړه سخت وغنده او واشنگټن یې د سعودي عربستان په چارو کې په مداخلې تورن کړ.

د امریکا د سنا مجلس تیره اونۍ په یو بیساري اقدام کې د سعودي عربستان په ضد دوه پریکړه لیکونه تصویب کړل.

په لومري پریکړه لیک کې د سنا مجلس د امریکا له حکومت وغوښتل چې په یمن کې د سعودي پر مشرۍ ایتلاف سره مرستې بندې کړي او په دوهم پریکړه لیک کې د سنا په مجلس کې د دواړو گوندونو غړو د رایو په اتفاق سعودي عربستان د ښاغلي خاشقجي د وژلو اصلي مقصر وباله.

سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یو غیرعادي او جدي غبرگون کې په سختو الفاظو د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس پریکړه لیکونه وغندل او هغه یې د سعودي عربستان په داخلي چارو کې "یوه څرگنده مداخله" وگڼل او وویل چې سعودي عربستان ددې هیواد د رهبرۍ په وړاندې "بې بنسټه ادعاوی او تورونه" ردوي.

سعودي عربستان همداشان د دواړو هیوادونو په ستراتیژیکو اړیکو باندې د امریکا د متحده ایالاتو ددغه ډول اقداماتو د اغیز په هکله خبرداری ورکړی دی.

خو د سعودي عربستان پدغه اعلامیه کې د امریکا د متحده ایالاتو سره په اړیکو ټینگار شوی دی او ویلي یې دي چې د سنا مجلس پریکړه لیکونه "هغو کسانو ته ناسم پیغام ورکوي د سعودي عربستان او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکو کې د درز د رامنځ ته کولو په لټه کې دي"

دغه اعلامیه همداشان د امریکا سنا مجلس "د یو دوست هیواد یو محترم مقننه ارگان" بللی دی.

XS
SM
MD
LG