د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د فاکس ټراټ په جنايي شبکې او د هغې په مشر بندیزونه ولګول


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب۲۲) اعلان وکړ چې د «فاکس ټراټ» په جنايي شبکې او د هغې په فراري مشر روا مجید باندې بندیزونه ولګول.

د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دغه شبکه په سویډن کې فعاله ده او په سیمې کې د نشه يي توکو د قاچاقو مشهور سازمان دی.

اعلامیه وايي دا شبکه د وسلو په قاچاقو کې هم دخېله ده او په شمالي اروپا کې د وسله والو بریدونو، وژنو او د تاوتریخوالي په زیاتوالي‌ هم ونډه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ایران هم له دغې شبکې څخه کار اخلي: «د ایران رژیم د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې په استکهلم کې د اسرائیل په سفارت باندې د برید په ګډون، په اروپا کې په اسرائیلیانو او یهودي اهدافو باندې د بریدونو لپاره د فاکس ټراټ له شبکې څخه کار اخیستی دی.»

هغه وخت د استکهلم له برید وروسته «اسرائیل ټایمز» د اسرائيل د استخبارتي ادارې (موساد) د مقاماتو په حواله راپور ورکړی و چې د مشکوکو کسانو څخه د پوښتنو او د پېښې د شواهدو له ارزولو وروسته ماموران دې نتیجې ته رسېدلي چې د «فاکس ټراټ»‌ جنايي شبکې د ایران په دستور دا برید کړی و.

د دغې شبکې مشر روا مجید د سویډن حکومت ته د نشه یي توکو په قاچاقو او وسله والو بریدونو کې د ښکېلتیا له کبله هم مطلوب کس دی.

اعلامیه وايي چې مجید د ایران د استخباراتو او امنیت له وزارت سره همکاري کړې ده، متحدو ایالتونو په دغه وزارت باندې هم بندیز لګولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په اعلامیې کې ویلي چې د امریکا د مالیې له وزارت سره په ګډه به په ایران باندې د ولسمشر ټرمپ د اعظمي فشار راوستلو د تګلارې په اساس، د تهران د ناوړه فعالیتونو بربنډول او د بندیزونو لګول روان ساتي.

هغه ویلي دي: «دا اقدام زموږ ژمنتیا څرګندوي چې له هغو افرادو او سازمانونونو سره حساب او کتاب وکړو، چې زموږ او زموږ د نړیوالو شریکانو د ملي مصونیت او امنیت د کمزوري کولو لپاره د تهران کې د رژیم په همکارۍ فعالیت کوي.»

د دغو بندیزونو په اساس به په متحدو ایالتونو کې د «فاکس ټراټ» شبکې او د دغې شبکې د مشر روا مجید ټول ملیکتونه او شتمنۍ ضبط او ګنګل شي.

راپورونه وايي له هغه وروسته چې د عراق د پولیسو او نړیوالو قانون پلي کوونکو د «فاکس ټراټ» د مشر روا مجید تر تعقیب لاندې ونیوه، هغه تېر کال له ترکیې څخه ایران ته وتښتده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG