د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل چاودنې ته د امنیت شورا غبرګون: د دپلوماتیکو نمایندګیو امنیت دې تضمین شي


assembly
assembly

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د روسیې سفارت مخته د تیرې دوشنبې ورځې چاودنې په غبرګون کې د پلوماتیکو او قونسلي نمایندګیو د امنیت تضمینولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هیوادونو تېره شپه د سپټمبر اوومه (وژې ۱۶) په یوې اعلامیه کې ویلي چې د نړیوالو کنوانسیونونو او اصولو له مخې باید د دپلوماتیکو او قونسلي نمایندګیو امنیت تامین او د دپلوماتانو د امنیت لپاره هم باید جدي هڅې تر سره شي.

امنیت شورا په کابل کې د روسیې سفارت مخته د یاد برید د غندلو ترڅنګ ویلي: "موږ پر ټولو اړوند لورو غږ کوو چې د دپلوماتیکو او قونسلګریو نمایندګیو خوندیتوب او د هغوی د کار کوونکو امنیت ته احترام وکړي."

یاد سازمان د ویانا کنوانسیون د قونسلي روابطو او دپلوماتیکو اصولو له مخې د دپلوماتیکو استازوالیو د امنیت پر تضمین ټینګار کړی دی.

د روسي چارواکو او طالبانو حکومت مسؤلینو د معلوماتو په اساس، د تیرې دوشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې سفارت مخته د ځانمرګي برید له امله د دوو روسي دپلوماتو په ګډون شپږ افغانان هم ووژل شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو حکومت ویاند خالد ځدراڼ تېره ورځ وویل یو ځانمرګی چې غوښتل یې د روسیې سفارت مخې ته د خلکو په منځ کې چاودنه وکړي، د طالب سرتیرو لخوا تر پيژندلو وروسته هدف ګرځول شوی چې وروسته یې چاودېدونکو موادو چاودنه کړې ده.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د دوشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (وري ۱۴) په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د ځانمرګي چاودنې مسولیت ومانه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نننۍ اعلامیه کې یو ځل بیا ویلي چې تررویزم چې هر چیري او په هره بڼه وي د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی. یادې شورا د تروریزم د ملاتړ او تمویل کوونکو او قانون ته د عاملینو پر سپارلو باندې هم ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدارنګه نړیوال امنیت او سولې ته د متوجه ګواښ په وړاندې د هیوادونو پر مبارزې ټینګار کړی دی.

بلخوا په کابل کې د روسیې سفارت تر یادې پېښې وروسته خپل قونسلي خدمات د تیرې دوشنبې ورځې تر چاودنې وروسته د لنډ مهال لپاره ځنډولي دي.

دا په داسې حال کې ده په کابل کې د روسیې سفارت مخته یاد برید د ملګرو ملتونو د سرمنشي، دامریکا متحده ایالاتو، چین، هند، ایران، ترکیې پاکستان او ځینو نورو هیوادونو لخوا په کلکه غندل شوی دی.

بلخوا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نن چهارشنبه سپټمبر اوومه (وږې ۱۶) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د روسیې سفارت مخته چاودنې په اړه اندېښنه وښودله.

خو ښاغلي متقي ډاډ ورکړ چې د طالبانو حکومت په کابل کې د ټولو دپلوماتیکو استازولیو امنیت ټینک کړی دی.

پر همدې مهال د اسدالله ندیم په نوم د پوځي چارو یو کارپوه امریکا غږ ته ویلي دغه چاودنه چې د هر چا کار کوي، خو د روسیې او طالبانو دوه اړخیزو اړیکو په اړه یو خبرداری دی "دا اړیکه هیله بخښونکې او قانع نه ده،ځکه چې د طالبانو او روسیې اړیکې ورځ تر بلې ژورې کیږي.خو که چیري دا د داعش کار وي، دا یو غچ اخیستل دي، ځکه روسیې په تیرو اوو اتو کلونو کې پر داعش ډېر پراخ بریدونه کړي دي".

XS
SM
MD
LG