د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د افغان پوځ عملیاتو کې د ملکي کسانو د وژلو ادعا


د سیمې خلکو د احتجاج په ډول مړي د کابل-جلال اباد لویې لارې ته راویستلي وو
د سیمې خلکو د احتجاج په ډول مړي د کابل-جلال اباد لویې لارې ته راویستلي وو

په ننګرهار کې افغان ځواکونو عملیات کړي او ادعا کیږي چې په دغو عملیاتو کې اووه ملکي کسان وژل شوي دي.

دا عملیات د دوشنبې په شپه - اکتوبر۲۴- د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په نهه ویشتمې ویالې کې شوي دي. د ننګرهار یو شمېر ولایتي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وايي چې وژل شوي ملکیان او د یوې کورنۍ غړي دي.

دغو چارواکو وویل چې د صفر څلور افغان ځانګړې قطعې دا عملیات کړي دي، خو لا په ختیځ کې افغان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې په پېښه کې مرګ ژوبله شته خو وايي چې ایا وژل شوي ملکیان دي او که وسله وال؟ او څومره دي، ، معلومات نلري.

احتجاج

له پېښې وروسته د سیمې خلکو د احتجاج په ډول د پنځو وژل شویو مړي د طورخم-جلال اباد لویې لارې ته راوویستل او دا لاره یې د څو ساعتونو لپاره وتړله. قومي مشر ملک عمر چې وايي په عملیاتو کې یې درې زامن،درې وریرونه او یو لمسی وژل شوي، خبریالانو ته وویل لومړۍ یې د کور دروزاه په بمونو والوزول شوه او بیا عسکر کور ته ورننوتل او زامن یې ووژل.

په سیمه کې د امریکا غږ اشنا خبریال هم دا مړي لیدلي دي. ځايي خلک وايي چې په وژل شویو کسانو کې یې دوه ښوونکي دي. ملک عمر وايي د کور پنځه غړي یې عملیات کوونکو ژوندي بیولي دي.

په ننګرهار کې وخت ناوخت افغان او بهرني ځواکونو د داعش، طالب او نورو اورپکو په ضد عملیات کوي چې کله ناکله ملکي تلفات هم په کې پېښیږي.

یوناما وايي روان تاوتریخوالي د روان کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د سپتمبر تر وروستۍ نیټې پورې ۲۶۴۰ ولسي افغانان وژل شوي او ۵۳۷۹ زخمیان شوي دي چې په دوې کې ۲۰ فیصده تلفات افغان ځواکونو او ۶۴ یې د افغان حکومت مخالفانو اړولي دي.

یوناما وايي ډیر دغه کسان په ځانمرګو بریدونو، سړک غاړي ماینونو د چاودنې له کبله وژل شوي خو هوايي بریدونو او پوځي عملیاتونو کې یو شمېر وژل او ژوبل کړي دي.

XS
SM
MD
LG