د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د بریښنا په یوې ناکاره پروژې لسگونو میلیون ډالرلگول شوي


سیگار وایي د متحده ایالاتو د پوځ د انجینرۍ قول اردو ٦٠ میلیونه ډالر د گلبهار د بریښنا په سب ستیشن باندې پدې مقصد لگولي چې د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته بریښنا ورسوي، خو د مختلفو دلیلونو په وجه د بریښنا له دغې پروژې نه استفاده نشي کیدای.

د افغانستان د بیا ودانولو لپاره د امریکا د مرستو د سر مفتش ادارې په یو رپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ(اپریل۴) خپور شوی ددغې پروژې په غلط مدیریت باندې ټینگار کړی دی.

سیگار ویلي چې ددې پروژې سیستم په لوړ ولتاژ باندې تړل شوی خو د بریښنا ستنې یې د له منځه تللو له خطر سره مخامخ دي چې کیدای شي د هغو خلکو ژوند وگواښي چې ددې بریښنا د تولید سیستم ته په ورڅېرمه سیمو کې ژوند کوي.

د سیگار رپوټ وایي دوه عمده عامله ددې پروژې په ناکامۍ کې دخیل دي، لومړی د هغو ځمکو د مالکیت ستونزه چې دا پروژه ترې تیریږي. دوهم ددې پروژې په تړون کې داسې شرایط په پام کې ندي نیول شوي چې له مخې یې دغه سیستم په دایمي توگه د بریښنا له منابعو سره وصل شي.

د افغانستان حکومت د سیگار د رپوټ په بنسټ د ٢٠١١ کال په اکتوبر کې د امریکا له پوځ سره یو تفاهم لیک لاس لیک کړ او ژمنه یې وکړه چې ددې پروژې عملي کار به هغه وخت پیل شي چې د افغانستان حکومت ددې پروژې په اوږدو کې شخصي ځمکې له مالکینو څخه واخلي.

خو سیگار وایي چې تر اوسه افغان حکومت کومه ځمکه نده ترلاسه کړې او ددې پروژې د غزولو په اوږدو کې د پرتو ځمکو شاوخوا ۶۸ فیصده یې شخصي دي.

XS
SM
MD
LG