د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د مشر ملا هیبت الله زوی ځانمرگی برید کړی


رویترز وایي دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د یو مشر زوی انتخاري برید کوي
رویترز وایي دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د یو مشر زوی انتخاري برید کوي

د طالبانو ډلې ادعا کړې چې د طالبانو د اوسني مشر هیبت الله اخندزاده زوی د پنجشنبې په ورځ په د هلمند ولایت د گرشک په ولسوالۍ کې ځانمرگی موټر بمي برید کړی او وژل شوی دی.

د رویترز اژانس د طالبانو د یو ویاند قاري یوسف احمدي له خولې ویلي دي چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده زوی ٢٣ کلن عبدالرحمن چې په حافظ خالد مشهور و د پنجشنبې په ورځ یې په گرشک کې د افغان پوځ پر یو مرکز باندې د برید پر وخت د منفجره موادو ډک موټر وچاوه.

د طالبانو دغه ویاند ویلي چې عبدالرحمن په مدرسه کې زده کړې کولې خو غوښتل یې چې ځانمرگی برید وکړي.

هیبت الله اخندزاده وروسته له هغې د طالبانو مشر شو چې ددې ډلې مخکنی مشر اختر محمد منصور، په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا ډرون الوتکې په برید کې په پاکستان کې ووژل شو.

د رویترز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د یو مشر زوی انتخاري برید کوي.

په تیرو ١٦ کلونو کې هلمند د افغانستان د خورا ناامنو ولایتونو له جنلې نه دی او ددې ولایت یو شمیر ولسوالۍ اوس د طالبانو له خوا کنترولیږي.

د هلمند په ولایت کې د مخدره توکیو کرکیله او قاچاق د عمده عواملو څخه دي چې په دې ولایت کې د طالبانو ډله هڅه کوي د هغې له عوایدو نه گټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG