د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مایکل والتز، ویلي چې د اوکراین لخوا په واشنګټن نیوکې د "منلو وړ "نه دي او له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي څخه یې غوښتي چې خپله ژبه نرمه کړي او له امریکا سره د منرالونو تړون لاسلیک کړي.
والتز له فاکس نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې وویل: "موږ ددي ټول په شا تګ شاهد یوو... هغوی باید خپله ژبه نرمه کړي او د دې معاملې لاسلیک کول په دقیقه توګه وارزوړي. "
د والتز اشاره هغه وړاندیز ته ده چې پر بنسټ یې امریکا به د اوکراین له بډایه طبیعي منابعو ګټه پورته کړي او په بدل کې به اوکراین ته د دفاع لپاره پوځي مرسته برابره کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي څو ورځې مخکې دغه وړاندیز رد کړی و او استدلال یې کاوه چې دا ګام اوکراین ته اړین امنیتي تضمینونه نه برابروي. خو د متحده ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار بیا وویل، چې د منرالونو تړون به د پوځي مرستو په پرتله نه یوازې په اوکراین کې د امریکا د زیاتې پانګونې لامل شي، بلکې دغه هېواد ته به "تر ټولو غوره امنیتي تضمین" هم وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې دی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د واشنګټن او مسکو ترمنځ د خبرو اترو پیل، اوکراین او د هغه اروپایي ملاتړې اندیښمن کړي، چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ دغه تماسونه یوځل اوکراین دې ته اړ نکړي چې روسیې ته تسلیم شي.
مایکل والتز دغه څرګندونې پداسې حال کې کړې دي، چې د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر مشرۍ لاندې خبرې اترې پر اوکراین د روسیې د درې کلن پوځي یرغل له پېل وروسته لومړنۍ مهمې خبرې وې.
په دې خبرو اترو کې اوکرایني او اروپايي چارواکو ګډون نه درلود، خو امریکايي چارواکو ویلي چې دوی (اوکرایني او اروپايي چارواکې) به په راتلونکو خبرو اترو کې برخه واخلي تر څو د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا تر ټولو مرګونې جګړه پای ته ورسيږي.
خو له هغه ځایه چې زیلینسکي له امریکا سره د منرالونو تړون رد کړی، ولسمشر ټرمپ هغه "ډیکتاتور" بللی، او زیلینسکي هم ویلي چې د امریکا ولسمشر د "ناسمو معلوماتو" تر اغېزې لاندې راغلی دی.
کله چې د متحده ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار مایکل والتز څخه وپوښتل شول چې آیا د کیف موجوده شخړه د حل وړ ده که نه، هغه وویل: "فکر کوم هو... که موږ ووایو چې په راتلونکي کې به د مرستو بڼه بدله شي، نو زما په اند، دا به د چا لپاره سپکاوی نه وي."
نوموړي په ورته وخت کې دا خبرې رد کړې چې اوکراین د واشنګټن او مسکو ترمنځ د خبرو اترو څخه بهر شوی دی او ویی ویل، چې "زیاتې خبرې او تعاملات" روانې دي په کوم کې چې کیف او اروپایي متحدین به یې ګډون ولري.
والتز زیاته کړه:"دا یو عام فهمه پلان دی. ښایي د هغوی خوښ نه شي، خو موږ به یې پلي کړو او کله چې جګړه ختمه شي، بیا به ټول چوپتیا غوره کړي."
په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، چې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د تیرې سه شبنې ورځې خبرو اترو څخه خوښ دی او دا د مسکو او واشنګټن ترمنځ د کړکیچنو اړیکو د ښه کولو لپاره "لومړی ګام" بولي. پوتین زیاته کړه: "د امریکا او روسیې ترمنځ د باور او اعتماد د کچې له لوړولو پرته، د اوکراین د جګړې په ګډون د ډیرو موضوعاتو حل امکان نلري."
نوموړي په خپلو دغو څرګندونو کې چې په تلویزیون کې خپاره شول، وویل چې هیله من دی د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره غونډه وکړي، خو زیاته یې کړه، چې دا غونډه باید داسې تنظیم شي چې ګټوره وي.
والتز زیلینسکي ته: په امریکا نیوکې د منلو وړ نه دي

فورم \ دبحث خونه