په اسلام اباد او راولپینډۍ کې یو شمېر میشت کاروباري افغان کډوال د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د دوی لپاره دې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ځایونه مشخص کړي چې خپل هېواد ته ترستنېدو مخکې په کې واوسي او یا دې لږ تر لږه يو کال نور مهلت ورکړي چې خپل کاروبارونه راټول کړي.
د راپورنو په اساس، په دغو یادو دواړو ښارونو کې د افغان کډوالو نیول او "ځورول" په دا وروستیو کې زیات شوي چې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې، او په اسلام اباد کې د افغان طالبانو حکومت شارژدافېر یې په اړه غبرګون هم ښودلی خو د پاکستان حکومت یې په ځواب کې ویلي چې په دې هېواد کې له افغان کډوالو سره ښه چلند کېږي خو ناقانونه کډوال نور نه پرېږدي.
د اسلام اباد په ترنول سيمه کې یو میشت افغان کډوال حضرت ګل وايي، چې افغان کډوال په پاکستان کې له تېرو څه باندې ۴۰ کالونو راهیسې میشت دي، دلته يې کاروبارونه جوړ کړي دي او په سلګونه ميليون کلدارې پانګونې یې کړي دي، نو د دې هرڅه راغونډولو لپاره وخت ته اړتیا ده.
نوموړي د فبرورۍ په ٢٠ ( کب دوهمه) امريکا غږ ته وويل، "د پاکستان حکومت دې د بشردوستۍ په خاطر د افغان کډوالو لپاره يوه سيمه ځانګړې کړي چې خپل هېواد ته تر ستنېدو مخکې هلته واوسېږي او تر یو کال پورې دې وخت ورکړل شي چې دوی خپل کاروبارونه راونغاړي."
ورته غوښتنه په راولپنډۍ کې میشت افغان کډوال الفت خان هم کوی چې په وینا یې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره دې د دوی لپاره د پاکستان له حکومت څخه پنځه شپږ مياشتې مهلت واخلي. هغه وايي: "په کاروبارونو کې مو زښته ډېرې پیسې لګولې دي، دا هرڅه څنګه خوشې پرېږدو ".
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وياند قيصر خان اپرېدی د پاکستان له حکومت سره یې خبرې روانې دي او هڅه کوي چې افغان کډوالو ته اسانتياوې برابرې کړي. نوموړی وايي، د اسلام اباد حکومت تکل کړی دی چې نور په دې هېواد کې افغان کډوال نه پرېږدي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې هغه وويل، "زموږ ادارې ځکه افغان کډوالو ته پيغام خپور کړی و چې هغوی په ذهني توګه تیار کړي چې نور یې د پاکستان حکومت په راولپينډۍ او اسلام اباد کې نه پرېږدي. "
دا چې پاکستان بیا په تندۍ سره د افغان کډوالو ستنولو بهیر پیل کړی دی او د روانې فبرورۍ میاشتې تر پایه یې وروستۍ نېټه ورکړې چې له اسلام اباد او پنډۍ څخه دې ووځي، لکه د تېر په څېر داځل هم کډوال د ځورولو شکایتونه کوي.
په پېښور کې د افغان چارو شنونکی او خبریال شمیم شاهد په دې اند دی چې پاکستاني چارواکي له افغان کډوالو سره سره د کډوالو مرستندویه نړيوالې ادارې هم ځوړوي او په دې پلمه له نړیوالو ادارو پیسې راټولول غواړي.
نوموړي امريکا غږ ته وويل، "دا سمه ده چې دغه پرېکړې به په افغان کډوالو بده اغېزه کوي خو په نړیواله کچه پاکستان خپل نوم ته هم ډېر لوی زيان اړوي. "
د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د ټولنيزو علومو د پوهنې رئيس او شننونکی ډاکټر منظور مضطر اپرېدی وايي، داسې کړنې د پاکستان او افغانستان اړیکې لاپسې زیانومنوي.
له امريکا غږ سره په خبرو کې هغه وويل، دلته د افغان کډوالو کاروبارونه دي، له اسلام اباد او پنډۍ څخه د هغوی اېستل به یې له مالي پلوه له پښو ورغورځوي.
نوموړی زیاتوي، په افغانستان کې د هغوی کورونه په پنځه څلوېښت کلن جنګ کې وران شوي او تباه شوي دي نو د هغو بيارغونه به ورته ډېره ګرانه شي.
هغه زياته کړه، "افغان کډوالو ته یو څه نور مهلت ورکول په کار دي چې هغوی له مالي زيان څخه وژغوري او چې کله هغوی خپل هېواد ته ستنېږي نو له پاکستان څخه به ښې خاطرې له ځانه سره يوسي."
په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی فخر کاکاخیل وايي، اصل خبره دا ده چې د ۲۰۲۱ کال پر ۱۵ اګست په کابل کې د طالبانو تر واکمنېدو پس چې څومره افغان کډوال پاکستان ته راغلي دي په هغوی کې لوی شمېر یې په افغانستان کې له لوېدیځوالو او په تېره له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و، او هغوی په اسلام اباد کې امریکا ته د تګ لپاره خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي دي.
فخر کاکاخېل له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، په دوی کې ډېری افغان کډوال په اسلام اباد او پنډۍ کې میشت شول او له څه باندې درېوو کلونو راهیسې امریکا، اروپا او نورو لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه دي. دی زیاتوي، "اوس چې د پاکستان دولت افغان کډوال له اسلام اباده باسي نو دا د بشري حقونو سرغړونه ده. "
پاکستان کې دا مهال ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې د اوسیدو اجازه ورکړه ده. دوی به د دغه پلان په دویم پړاو کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه واېستل شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال ۳.۱ میلیون افغانان په پاکستان کې اوسیږي. په دې شمیر کې هغه افغانان هم شامل دي چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نه لري.
فورم \ دبحث خونه