د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د سپین بولدک ـ چمن دروازه بېرته خلاصه شوه


په کندهار ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د (سپین بولدک ـ چمن) دروازې بیرته خلاصېدو خبر ورکړی دی.

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو والي ویاند حاجي زید نن دوشنبه نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) امریکا غږ ته وویل چې یاده لار نن سهار بیرته د خلکو د تګ راتګ او تجارت پر مخ خلاصه شوې ده.

هغه وویل: "د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه چې یوه اونۍ مخکې د یوې پيښې د کېدو له امله تړل شوې وه، نن د ټول ولس، ترانزیټ او پلې تګ پر مخ په عادي ډول د پخوا په شان خلاصه شوه."

ښاغلي زید زیاته کړه چې دغه دروازه د «اسلامي امارت» او پاکستاني لورو ترمنځ تر څو مذاکراتي کتنو او لیدنو وروسته خلاصه شوې ده.

پاکستاني چارواکو هم تیره ورځ ویلي و چې د چمن ـ سپین بولدک دروازه به نن دوشنبه بېرته پرانیزي.

دا دروازه څو ورځې مخکې له هغه وروسته وتړل شوه چې یو وسله وال د پاکستان په سرحدي پولیسو ډزې وکړې، یو تن یې وواژه او څو نور یې ژوبل کړل.

د چمن ښارګوټي کمېشنر عبدالحمید ظاهري وايي چې پاکستان له طالبانو څخه د «قاطع اطمینان» له ترلاسه کولو وروسته د دغې دروازې په بیا پرانیستلو موافقه کړې ده.

پاکستاني چارواکو د د تیرې اونۍ د یکشنبې په ورځ په سمدستي توګه د چمن دروازه وروسته تر هغه د موټرو او خلکو د تګ راتګ لپاره وتړله چې یو وسله وال شخص، د پاکستان په سرحدي ځواکونو ډزې وکړې، یو سرتیری یې ووژاه او دوه نور یې ټپي کړل.

پاکستاني چارواکو هغه مهال ويلي و تر څو چې ياد بريدګر دوى ته ونه سپارل شي دغه دروازه به خلاصه نکړي٠

خو د کندهار والي وياند وويل چې د دغه دروازې په بيرته خلاصولو کې هيڅ ډول شرط نه دى وړاندې شوى او هغه اوازې رد کړې چې ګواکي طالب چارواکو پاکستان ته هغه کس سپارلی چې پر دوى يې ډزې کړي وې.

تر یادې پیښې وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نومبر ۱۵ (لړم۲۴) وویل چې د سپین بولدک ـ چمن داروزه کې د رامنځته شوي امنیتي پېښې په اړه د دوی د حکومت لخوا څېړنې پيل شوي دي.

نوموړي‌وویل چې هڅه به کوي‌ چې په اینده کې د دا ډول پېښو مخه ونیول شي.

په کندهار کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې په پاکستاني چارواکو انتقاد کړی و چې دا دروزاه یې ولې تړلې ده.

په دې لارې دواړو هېوادونو ته د وګړو د تګ راتګ سربېره، د ورځې سلګونه تجارتي موټرونه هم ځي او راځي.

XS
SM
MD
LG