د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مهاجرینو د یونان د کډوالو د وزیر لاره بنده کړه


د آتن ښار د پخواني هوایي ډگر په ترمینل کې د مهاجرو د ژوند یوه څنډه
د آتن ښار د پخواني هوایي ډگر په ترمینل کې د مهاجرو د ژوند یوه څنډه

یوې ډلې پناه غوښتونکو او مهاجرینو چې اکثریت یې افغانان دي، د دوشنبې په ورځ د آتن ښار پخواني هوایي ډگر ته د یونان د مهاجرینو د وزیر د ورتگ مخه ونیوله.

پناه غوښتونکو او مهاجرینو چې د میاشتو راهیسې په دغه ترمینل کې اوسیږي، د وزیر پر وړاندې د خپل اعتراض دلیل د دوی د اوسیدو د ځای نامناسبه وضیعت گڼلی دی.

د رویترز د خبري اژانس د رپوټ له مخې د ماشومانو په گډون په لسگونو مهاجرین د هوایي ډگر د بهرنۍ دروازې په مقابل کې په کتار دریدلي وو او د یونان د مهاجرینو د وزیر پر ضد یې شعارونه ورکول چې "ځه، ځه درواغجنه".

د رویترز په لیکنه کله چې د یونان د مهاجرینو وزیر د ترمینل د ننوتو دروازه ته راورسید یو پناه غوښتونکي یو ماشوم چې ژړل یې هغه ته وسپاره.

د یونان حکومت په پام کې لري چې د آتن ښار د پخواني هوایي ډگر ټوله ساحه د پناه غوښتونکو او مهاجرینو له شتونه پاکه کړي، ځکه ددې هیواد حکومت موافقه کړې ده چې دا ساحه یو خصوصي سکتور ته ورکړي چې په دې سیمه کې پانگونه وکړي.

په دې ساحه کې شاوخوا ۱۶۰۰ پناه غوښتونکي چې اکثر یې افغانان دي ژوند کوي.

د یونان د مهاجرینو د وزیر پر وړاندې اعتراض یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې یوې محلي رسنۍ د یو شمیر پناه غوښتونکو د یو لنډمهاله غذایي اعتصاب په هکله رپوټ ورکړ.

د رپوټونو له مخې یو شمیر مهاجرینو د یکشنبې په ورځ هڅه وکړه چې نورو مهاجرینو او پناه غوښتونکو ته د خواړو د ویشلو مخه ونیسي.

د یونان د مهاجرینو وزیر ویلي دي چې هغه د پناه غوښتونکو او مهاجرینو په درد او رنځ خبر دی او هڅه کوي چې د خپلې وسې پورې د هغوی ستونزې حل کړي.

په اوسني وخت کې په یونان کې شاوخوا ۶۰ زره پناه غوښتونکي او مهاجرین بند پاته دي، ځکه چې د غربي اروپا او د بالکان هیوادونو ترمنځ سرحدونه تړلي دي. ددغو مهاجرینو زیات شمیر هڅه کوي چې ځانونه لویدیځې او یا مرکزي اروپا ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG