د لاس رسي وړ اتصالات

د لښکرګاه په برید کې د محلي پولیسو قوماندان وژل شوی


د هلمند ولایت ودانۍ هم د دغه ولایت د حج او اوقافو د ریاست او د عیدګاه جومات سره جوخته پرته ده.
د هلمند ولایت ودانۍ هم د دغه ولایت د حج او اوقافو د ریاست او د عیدګاه جومات سره جوخته پرته ده.

د هلمند ولایت د والي مرستیال محمداجان رسولیار امریکا غږ ته وویل، نن چهارشنبې د سهار شاوخوا نهه نیمې بجې دوو ځانمرګو برید کوونکو د دیني عالمانو په غونډه برید وکړ، چې د محلي پولیسو د یو قوماندان په ګډون لس تنه په جگړه کې وژل شوي او شاو خوا ١۲ ټپیان شوي دي.

د رسولیار په وینا دا نښته نن ماسپښین په دوه نیمو بجو پای ته رسیدلې ده .

د دیني عامانو دا غونډه د حج او اوقافو د ریاست له خوا د عیدګاه په جومات کې جوړه شوی وه.

ښاغلی رسولیار وویل" لومړی بریدګرو د چاودیدونکو توکو ډک موټرسایکل وچاوه او بیا د غونډې ځای ته ننوتل او د امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه".

ښاغلي رسولیار زیاته کړه "زمونږ لومړني معلومات دا دي چې په دغه برید کې د محلي پولیسو قوماندان سمنوال محمد ګلاب ایوبي، درې پولیس یو دیني عالم او یو تن بل چې هویت یې لا څرګند نه دی، وژل شوي دي".

خو لږه شیبه وړاندې د هلمند د ولایت مرستیال امریکا غږ ته وویل چې په دغه جګړه کې ټول لس تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند په ولایت کې د ایمرجنسي روغتون ډاکټران امریکا غږ ته ویلي چې د پیښې له ځایه یې دغه روغتون ته ۱۸ ټپیان انتقال کړي دي.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې هره اونۍ یو ځل د حج او اوقافو ریاست چارواکي د دغه ولایت له دیني عالمانو سره غونډه کوي.

د هلمند ولایت ودانۍ هم د دغه ولایت د حج او اوقافو د ریاست او د عیدګاه جومات سره جوخته پرته ده.

تر اوسه ددغې پیښې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

نږدې یوه میاشت دمخه هم په همدغه سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې زیات شمیر کسان ووژل شول او د هلمند د ولایت یو شمیر دفترونو ته یې هم زیان رسولی وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG