د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو کس نهه کسان په ډزو ټپیان کړي او بیا یې ځان وژلی دی


د اوکلند سیمې پولیس د شنبې د ورځې د ډزو ساحه پلټي
د اوکلند سیمې پولیس د شنبې د ورځې د ډزو ساحه پلټي

د امریکا د متحده ایالاتو د میشیګن ایالت پولیسو د یکشنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۷) وویل یو وسله‌وال کس وروسته له هغې د پولیسو په محاصره کې ځان وواژه چې لومړی یې نهه کسان په ډزو وویشتل او ټپیان یې کړل.

په دې پیښه کې چې د شنبې په ورځ جون ۱۵ د ډیترویت ښار په روچسټر هیلز سیمه کې شوې ده دوه ماشومان او مور یې هم ټپيان شوي دي.


یو ماشوم چې اته کلن دی په سر په مرمۍ لګیدلی او مور یې دوه مرمۍ په خیټه او ورانه لګیدلې ده. د دواړو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د پولیسو په وینا برید کوونکی یو سپین پوستی ۴۲ کلن دی او تر اوسه یې د برید انګیزه نه ده معلومه.

د ډیتریت د ښار د پولیسو یو چارواکي مایکل بوچارډ په یو خیري کنفرانس کې وویل چې برید کوونکي د روچسټر هیلز سیمې د یو پارک مخې ته پرته له دې چې څوک په نښه کړي ډزې وکړې او تر هغې چې پولیس سیمې ته رسیدل شاوخوا دیرش ډزې یې کړې وې او نهه کسان یې ټپیان کړي وو.

له دې وړاندې هم په ډیترویت ښار کې خونړی وسله‌وال برید شوی و. په ۲۰۲۱ کال کې ۱۵ کلن زده کوونکي ایتن کرومبلي د دغه ښار د اکسفور لیسې پر زده‌کوونکو ډزې وکړې چې په کې څلور کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.


د امریکا په متحده ایالاتو کې د اساسي قانون له مخې خلک د وسلو د ساتلو حق لري او له همدې امله په کې هرکال لسګونه زره کسانو ته د وسلې اړوند تاوتریخوالي کې مرګ‌ژوبله اوړي.

د وسله‌وال تاوتریخوالي د ارشیف غیر انتفاعي بنسټ چې په متحده ایالاتو کې په وسله‌والو بریدونو کې اوښتي تلفات ثبتوي د شمیرو له مخې د روان عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه ۷۶۵۵ کسان په هغو بریدونو کې وژل شوي چې په کې له وسلې کار اخیستل شو او ۱۴۴۳۶ نور ټپيان شوي دي.

ځان وژنه په متحده ایالاتو کې د وسله‌وال تاوتریخوالي‌ د پيښو د قربانیانو لویه برخه جوړوي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG