د تاجیکستان حکومت د ملي هویت د ساتلو په موخه په دغه هېواد کې ښځو ته سپارښتنه کړې چې تاجکي جامې واغوندي او د غربي جامو او یا د اسلامي طرز له حجابه ډډه وکړي.
د تاجیکستان د کلتور وزارت یو چارواکي، خورشید نظامي وویل چې پدې هکله د "ساینسي او تاریخي سرچینو" پر بنسټ یوه نشریه د جولای په میاشت کې خپریږي او د "هر عمر" میرمنو او نجونو ته به لارښوونه وکړي چې "د کار په ځای، کور، سینما یا محفل" کې څه واغوندي.
خو یوه تاجیکه درمل جوړونکې فیروزه نعیمووا، د حکومت پر دغه اقدام نیوکه کوي. هغه وایي، "د بریښنا د نشتوالي څخه د هوا د کیفیت او روسیې ته د مهاجرت پورې" زیاتې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې شته، چې باید حل شي. هغې وويل: "ولې ښځو ته درس ورکوئ؟ ښځې کولاى شي خپلې جامې په خپله انتخاب کړي."
په ۲۰۱۸ کال کې د تاجیکستان حکومت د یوې ورته نشریې په خپرولو سره د دغه هېواد له ښځو غوښتي وو چې د اروپا له لوڅو جامو، لنډو لمنو، د څو غاړو جامو او همداشان د اسلامي تور حجاب له اغوستلو ډډه وکړي او پر ځای یې اوږدې او رنګینې تاجیکي جامې واغوندي.
د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان، چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې پر دغه هېواد واکمن دی، په ۲۰۲۴ کال کې د "بهرنيو جامو پر واردولو او پلورلو او په عامه ځایونو کې د هغوی پر اغوستلو" بندیز ولګاوه او د تاجیکستان له خلکو یې وغوښتل چې «ملي جامې» واغوندي.
په تاجیکستان کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فرزانه سیدزاده د فرانس پرس اژانس ته وویل: "په تاجیکستان کې ښځې تل د جامو د غوره کولو له فشار سره مخ وې. د شوروي اتحاد پر مهال حجاب نه اغوستل کېده، ځکه چې د منځنۍ اسیا کلتور ته پردی ګڼل کېده. خو اوس هماغه شان فشار د لنډو جامو د اغوستلو په خاطر دی."
د تاجکستان دولتي ټلویزیون هم پر هغو تاجیکستاني ښځینه هنرمندانو نیوکه کړې چې د امریکا د سټایل په څېر لنډې جامې اغوندي او دغې رسنۍ هم پر هغو ښځو نیوکې کړې دي چې اسلامي حجاب اغوندي.
په تاجیکستان کې د فیشن پالیسي هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د امام علي رحمان تر قوماندې لاندې د پخواني کمونیستي حکومت ځواکونو په ۱۹۹۰ لسیزه کې د تاجیکستان د کورنۍ جګړې پر مهال د دیموکراتانو او اسلامپالو ایتلاف مات کړ. په دې جګړه کې لسګونه زره کسان ووژل شول.
رحمان او د هغه سیاسي متحدینو د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې هڅه کړې چې په تاجیکستان کې د تفرقې د له منځه وړلو، د ملي وحدت د تامین او د یو سیاسي ځواک په توګه د اسلام د مخنیوي لپاره پدې هیواد کې هر ډول مخالفت وځپي.
د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو او د تاجکستان له خپلواکۍ وروسته، دغه هېواد بیرته د دين پر لور تللی، ځکه چې تاجیک جنګيالي په منځني ختيځ او افغانستان کې د سازمانونو او نړیوالو ډلو په ليکو کې شامل شوي دي.
رحمان په تاجیکستان کې د افراطیت وده د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي، هر هغه څوک چې د اسلامي حجاب په ګډون بهرنۍ جامې اغوندي، د تاجیکستان ارزښتونه او ملي هویت ته زیان رسوي.
تېر کال په مسکو کې د داعش د سخت دریځو تر برید وروسته چې ۱۴۵ کسان په کې ووژل شول او څلور شکمن تاجیک بریدګر په کې ښکیل وو د تاجیکستاني مقاماتو له لورې ځپنه لاپسې زیاته شوې او هغه کسان چې په هغه هېواد کې حجاب اغوندي له سخت دریځه اسلام سره تړاو ورکول کیږي.
تاجیکستانۍ ډاکټره جمیله وایي، "ما نهه کاله حجاب اغوستی خو هېڅکله مې کومه ستونزه نه ده لرلې، تر دې چې سږ کال له ما څخه وغوښتل شول چې په کار او بازار کې خپل ویښتان پټ نه کړم. په تېر پسرلي کې زما ځینې ملګري د حجاب اغوستلو له امله ونیول شوې او جریمه شوې."
په دې برخه کې د تاجیکستان حکومتي چارواکي د دودیزو جامو د ودې لپاره د فیشن او مود ډیزاینرانو په ځانګړې توګه د جامو په برخه کې حساب کوي.
د تاجیکي میرمنو د کالیو اغوستلو لارښود؛ نه غربي نه اسلامي، یواځي ملي تاجیکستاني لباس

فورم \ دبحث خونه