د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د اوربند کوم تصمیم نه‌ لرو


وسله وال طالبان د اوربند په اړه خپرو شوو رپوټونو ته په غبرګون کې وايي، دغه ډله د اوربند په اړه کوم تصمیم نه لري، بلکې یوازې د عملیاتو کمېدو په اړه سلا مشورې کوي.

روانه اونۍ پاکستان ته د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د درې کسیز پلاوي د سفر په اړه راپورونه خپاره شول، چې له طالب مشرانو سره د زلمي خلیلزاد د لس ورځني اوربند د ټینګېدو د غوښتنې په اړه سلا مشورې وکړي.

اسوشیټيډ پرس اژانس تېره ورځ د ځينو طالب سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې طالبانو پر موقت اوربند موافقه کړې او په دې اړه یې د طالبانو د رهبري شورا له غړو سره یوه اونۍ مشورې وکړې.

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۹مه» رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي، چې امریکايي لوري له دوی څخه یوازې د عملیاتو کمېدو غوښتنه کړې وه، چې په همدې هدف د طالب مشرانو ترمنځ مشورې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالب مشران تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسیدلي.

هغه همدارنګه ویلي، چې په دې اړه د طالبانو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.

د طالبانو په بیان کې راغلي: "واقعیت دادی چې اسلامي امارت د اوربند کوم تصمیم نه لري، امریکانو د جګړې د هجم او عملیاتو د کمښت غوښتنه کړې ده، چې د اسلامي امارت په جهت کې پر همدې مشخصه مسله مشورې روانې دي."

طالبان پر داسې مهال په افغانستان کې د اوربند ټينګېدو په اړه خپاره شوي راپورونه ردوي چې د روانې ډسمبر میاشتې پر ۷ مه نېټه تر درې میاشتنۍ وقفې وروسته یو ځل بیا په قطر کې د امریکا او طالبانو د سولې خبرې پیل شوې چې تر یوې اونۍ جریان وروسته بېرته د لنډ مهال لپاره د طالبانو په غوښتنه و درول شوې.

له دغو خبرو څخه باخبرو سرچینو ویلي، چې دواړه لوري په یادو مذاکراتو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه بحثونه کوي.

طالبانو د خبرو د موقتي درولو هدف پر یو لړ مسایلو د خپلو مشرانو سره سلامشورې ښودلې وې.

افغان حکومت تل د سولې د خبرو له پيل وړاندې د اوربند پر ټینګېدو باندې ټینګار کړی دی.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال بیا د طالبانو په جواب کې امریکا غږ ته وویل، چې د سولې په مذاکراتو کې لومړی د تاوتریخوالي کمېدل او اوربند ټینګېدل د افغان حکومت له اساسي شرایطو څخه دي.

هغه وویل: "د افغانستان حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره شرایط ایښي دي،دا شرایط د تاوتریخوالي کموالی او اوربند دی، د افغانستان د حکومت لپاره دغه شرایط د سولې مذاکراتو پر مهال باندې پر ځای پاتي دي او موږ په همدغه شرایطو باندې د سولې مذاکراتو ته چمتو یو."

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو مذاکراتو کې وقفه راغلې ده.

XS
SM
MD
LG