د طالبانو حکومت د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي ځواکونو د سه شنبې د ورځې ناوخته په بریدونو کې د تلفاتو په اړه ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ ترلږه ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵(مرغومې پنځم) د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې تیره شپه د پکتیکا برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوی، چې له امله یې ټول ۴۶ تنه وژل شوي دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي: "اکثریت یې ماشومانو او زنانه دي. ۶ نفره ټپيان دې چې یو لوی کس او ۵ ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستان څخه را مهاجرې شوی کورنۍ دي".
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته یې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په سیمه کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځي الوتکو د بمبارد له امله یې ورته یو شدید احتجاجلیک وسپاره.
په اعلامیه کې ویل شوي، "د پاکستاني پوځ تېری وغندل شو او د پاکستان سفارت ته په ډاگه شوه، په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د حریم نقضول او ملکیان شهیدانول د ځانگړو پاکستاني کړیو له خوا د دواړو هېوادونو اړیکو کې د بېباورۍ د رامنځ ته کولو هڅه ده."
اعلامیه وایي، پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د طالبانو حکومت ته سره کرښه ده او دغه ډول بېمسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ددې اعلان وروسته چې د پاکستان د پوځ هوايي ځواکونو سه شنبه ډسمبر ۲۴ (مرغومي څلورم) د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ په څو ځایونو باندې بمباري کړې، د پخواني جمهوري رژیم د ځینو پخوانیو چارواکو په ګډون یوشمیر افغانانودغه برید د افغانستان پر ملي حاکمیت باندې تیری بللی دی.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون ولسي وګړي چې زیاتره یې وزیرستاني کډوال دي، مړه او ټپیان شوي دي.
ددغه وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې: "دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي. پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هیڅ ستونزې حل نه دی." په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د طالبانو حکومت به "دغه کرغیړن عمل بې ځوابه پرینږدې." د پاکستان پوځ سمدستي په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
برید ته غبرګونونه
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یوه اعلامیه کې چې د هغه د دفتر له خوا خپره شوې ویلي چې د پکتیکا د ولایت پر ځینو سیمو د پاکستان د هوايي ځواکونو بریدونه په سخټو ټکو غندي او هغه د افغانستان پر ملي حاکمیت باندې څرګند تیری ګڼي.
هغه ویلي: "حامد کرزی د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ترینګلتیا په سیمه کې د افراطیت د پیاوړي کیدو او په دوامدار ډول د افغاسنتان د کمزوري کیدو د هڅو په تړاو د پاکستان د ناسمو سیاستونو زیږنده ګڼي او د ترینګلتیا له منځه وړل ددغه هیواد له خوا په سمدستي او بیړني ډول دغو پالیسو ته بیا کتنې پورې مربوط ګڼي".
پخواني جمهور رئیس کرزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو رامنځ ته کیدل د دواړو هیوادونو په ګټه ګڼلي دي.
په ژنیو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه دغه برید ته په غبرګون کې د ایکس پر خپله پاڼه کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ د پلاوي د سفر سره هممهاله د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ باندې د پاکستان د پوځ برید ته په اشارې ویلي چې پاکستان د ځانګړي استازي د سفر سره همهماله د جبري دپلوماسۍ څخه هم کار اخیستی دی.
هغه ویلي: "کله چې پاكستان د بیا ګمارل شوي ځانګړي استازي لومړۍ لیدنه د هوایی برید سره ملاتړ کیږي, دې ته "جبري ډیپلوماسۍ" ویل کیږي. ښايي دا د حاجي خليل حقاني تر وژلو وروسته د کندهار په اشاره پيام وي. طالب سره د مستقیم غچ اخیستنې لپاره هیڅ ظرفیت او واک نشته. د کیلې جمهوریت ١- د کوکنارو امارت".
په بروسل کې د افغانستان سفیر نظیف الله سالارزی چې د تیر رژیم پر مهال په دغه هیواد کې سفیر په توګه ټاکل شوی د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه په یو پیغام کې دا برید په ستخو ټکو غندلی دی.
هغه ویلي: "دا بریدونه د افغانستان پر حاکمیت او نړیوالو قوانینو ښکاره تېری دی. د دې ډول عملونو حساب ورکول د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره اړین دي. په داسې حال کې چې حکومت د خپلو خلکو د ساتنې توان نه لري، نړیواله ټولنه او سیمه ییز ملګري باید ژر تر ژره لاس په کار شي ترڅو د افغانانو ژوند وژغوري او له نورو بشري ناورینونو څخه مخنیوی وشي."
د افغانستان د پخواني جمهوري رژیم د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې د پاکستان د هوايي ځواکونو دا برید وحشیانه برید ګڼلی او غندلی دی. اتمر د لومړنیو راپورنو پراساس ویلي دغه برید کې ملکي وګرو ته زیان رسیدلی دی.
هغه ویلي: "د خواشینۍ خبره دا ده چې د طالبانو رژیم د دې وحشیانه بریدونو د مخنیوي لپاره هېڅ امکانات نه لري؛ نه هوایي ځواک او نه هم هوایي دفاعي ځواک!".
اتمر ویلي: "په تېرو شاوخوا درېیو لسیزو کې دوه ځله د هوايي قوا او هوايي دفاع په ګډون د هېواد امنیتي پوځ چې په لویې قربانۍ جوړ شوی و، له منځه تللی دی. په داسې حال کې چې دواړه ځلې څرګنده شوې چې دا د پاکستان تلپاتې هیله وه، بېلابېلې سیاسي پلمې ورته جوړې شوې او دا فاجعه د افغانانو په خپل لاس رامنځته شوې ده."
محمد حنیف اتمر ویلي چې پوښتنه دا ده چې ایا دا سم کار و؟ ايا دا پروني دلايل او پلمې کولای شي د نننۍ بېچارهګۍ او بېوسۍ توجيه وکړي؟.
هعه ویلي: "دا وضعیت ایجابوي چې د طالبانو مشران له دې ترخو تاریخي تجربو درس واخلي او په دې پوه شي چې د یرغلګرو پر وړاندې د هېواد او د دوی خپله بقا زمونږ په ملي یووالي او اتحاد پورې تړاو لري. که طالبان د هېواد د ټولو خلکو حقونو، ملي مصالحې او د مشروع نظام د تاسیس منلو ته چمتو نه شي، نو دا ملي اتحاد او یووالي به ترلاسه نه شي او د هېواد د دفاع مشروع ځواک به ترې واخیستل شي؛ لکه څنګه چې تر دې وړاندې د افغان ملي پوځ په له منځه وړلو سره دا ملي ځواک دوه ځلې له افغان ولس څخه واخیستل شو".
په تیر جمهوري رژیم کې د طالبانو سره د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي مشر او د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس محمد معصوم ستانکزی د پکتیکا په ولایت کې د برمل پر ولسوالۍ د پاکستان د هوايي ځواکونو بمبارۍ غندلي او ویلي دي چې د پکتیکا ولایت د برمل پر ولسوالۍ د پاکستان د هوايي ځواکونو برید د نړیوالو اصولو خلاف دي.
هغه ویلي چې پاکستان دې د ترهګرۍ ریښه په خپلو ناکامو سیاستونو کې ولټوي. ستانکزی ویلي چې تر څو چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل سیاست کې بدلون را نه وړي، چلند به یې همداسې دوه مخی وي چې بمبار به هم کوي او دوستۍ لپاره به ځانګړی استازی هم ټاکي.
همداشان د پخواني جمهوري رژیم پر مهال د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل د خپل ټویټر په پاڼه دا برید د افغانستان په ملي حريم ښکاره تجاوز او د ټولو ملي او بين المللی قوانينو او ميثاقونو سرغړونه بللې ده
هغه ویلي: "بيګاه ماښام د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پاکستاني پوځ لخوا بمبار شوی چې له امله یې زموږ يو شمير هېوادوال شهيدان او ټپيان شوي دي".
همداشان د ولسي جرګې پخواني غړي جعفر مهدوي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه په یو پیغام کې دا برید غندلی دی. جعفر مهدوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودو ستونزو د حل لپاره په صادقانه خبرو باندې ټینګار کړی دی.
هغه ویلي: "پرته له شک څخه د نړۍ سیاسي تاریخ دا ثابته کړې چې د خلکو او سیاسي حاکم نظام ترمنځ د یووالي پرته هیڅ ډول وسله یو هیواد د بهرني تیري پر وړاندې نه شي ساتلی".
خو د افغانستان د پخواني جموري ریاست مرستیال امرالله صالح دغه برید ته په غبرګون کې د طالبانو کړنې تر پوښتنې راوستي دي. امرالله صالح ویلي چې په داسې حال کې چې طالبان د پکتیکا په ولایت کې پاکستان سره د دډیورنډ د کرښې په اوږدو کې یوازې شاوخوا دوه زره وسله وال ځای پرځای کړي، خو دغې دلې د پنجشیر په ولایت کې چې د ډیورنډ د کرښې څخه ډیر لیرې پروت دی تر ۲۰ زرو پورې وسله وال ځای پرځای کړي دي.
هغه ویلي چې طالبانو خوست کې هم درې زره وسله وال ځاي پرځای کړي او د بغلان ولایت د اندراب په ولسوالۍ کې یې بیا اوه زره وسله وال ځای پرځای کړي دي.
همداشان د افغانستان د پخواني رژیم د پوځ یو پخواني قوماندان سمع سادات هم دغه برید ته د ایکس په پاڼه په د یو پیغام له لارې غبرګون ښودلی دی. هغه ویلي: "د پاکستان هوایی تیری ټوله اهداف د طالبانو د استخباراتو معاون حاجی نجیب ورکړی. سراج حقانی او امیر خان متقی د حملی سره موافقه کړی وه. نن ورځ طالبان د افغانانو بی عزتی او بی وسی ترټولو غټ لامل دی. افغانان به بیرته د سیالی توان پیدا کړی او دښمنانو ته به قاطع ځوابونه ورکړی".
ددې سربیره په زیات شمیر افغانانو د ټولنیزو رسنیو له لارې د جلا پیغامونو په ترڅ کې ددې برید په اړه غبرګونونه ښودلي دي. په ټولنیزو رسنیو کې ددغه برید په تړاو د افغان شخصیتونو او عامو افغانانو غبرګونونه لا هم دوام لري.
فورم \ دبحث خونه