د هلمند امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه د لښکرګاه ښار په امنیتي کمر بند باندې وسله والو طالبانو یو لوی برید وکړ او څوارلس افغان پولیس یې ووژل.
د سیمیزو چارواکو په وینا طالب جنګیالیو د شپې له یوه نیمي بجې برید پیل کړ او د سهار تر ۵ بجو پورې دوام درلود.
حداقل ۹ پولیس د پنځمي امنیتي حوزې او ۵ نور د اتمي حوزې اړوند د کلای سنګ په پوسته کې ووژل شول.
په جګړه کې وسله والو برید کونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو چارواکو یې د شمیر په اړه څه ندي ویلي.
د هلمند ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي په دغه جګړه کې مرګ ژوبله مني خو وايي چې کره شمیره به يې وروسته اعلان شي.
له هغه وروسته چې امریکايي ځواکونو په هلمند کې د مخدره توکو د پروسس پر یو شمیر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل، دا پدغه جګړه ځپلي ولایت کې د طالبانو تر ټوله لوی برید بلل کیږي.