د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غږ د طالبانو له لوري د دغې ادارې په خپرونو بندیز وغنده


طالبانو په افغانستان کې د امریکا غږ اشنا تلویزون خپرونې بندې کړې
طالبانو په افغانستان کې د امریکا غږ اشنا تلویزون خپرونې بندې کړې

د امریکا غږ ادارې د طالبانو له لوري د د دغې ادارې په خپرونو [اشنا تلویزون] د بندیز پرېکړه غندلې ده او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې په دې اړه خپلې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي.

د امریکا غږ سرپرستې یولاندا لوپیز په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي دي:«موږ له طالبانو غواړو چې په دې ځوروونکي او بد مرغې پرېکړې بیا کتنه وکړي. »

د امریکا غږ د «اشنا تلویزون» په نامه افغانستان ته خپرونې لرلې چې د طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزون څخه خپرېدلې. تر دې مخکې د امریکا غږ اشنا تلویزون څه باندې یوه لسیزه د افغانستان ملي تلویزون له لارې خپرونې لرلې.

د اشنا تلویزون خپرونې د مارچ په ۲۷ نېټه په افغان خصوصي تلویزونو کې بندې شوې.

د طالبانو د دغه تازه اقدام په غبرګون کې د امریکا غږ یوه نوې خپرونه «اتصال»، چې په شمشاد تلویزون کې خپرېدله، هم بنده شوې ده.

د امریکا غږ سرپرسته میرمن لوپز وايي: «د طالبانو له لوري په محتویاتو باندې لګول شوي محدودیتونه غیر اخلاقي او د بیان د ازادۍ خلاف دي» او د افغانستان خلک د دغې ازادۍ مستحق دي.

نوموړې د طالبانو په دغې پرېکړې باندې د خواشینۍ ښودلو تر څنګ ویلي دي چې «امریکا غږ به د تلویزون، راډیو او انټرنټ له لارې د افغانستان خلکو ته د حقیقي معلوماتو رسول» روان ساتي او دا یې یوه دنده ده.

امریکا غږ د طالبانو د دغو محدودیتونو څخه څو میاشتې مخکې د سپوږمکۍ له لارې خپلې ۲۴ ساعته خپرونې پیل کړې چې په پښتو او دري ویپاڼو او نورو برخو کې خپرېږي.

د امریکا غږ د افغانستان د څانګې مشر حسیب الکوزي د طالبانو له لوري د دغه اقدام په اړه خواشيني ښودلې او ویلي دي چې د بندیزونو سره سره به امریکا غږ خپلو اورېدونکو ته په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه د باندې معتبر، موثق او هر اړخیز معلومات او پروګرامونه وړاندې کوي.

د امریکا غږ د نشراتي منشور په اساس، دا اداره د بیان د ازادۍ اړوندو مسایلو، د ښځو او ماشومانو د حقونو، اقلیتونو او مدني ازادیو او د خلکو د مشخصو حقونو او برخلیک ټاکونکو موضوعګانو چې، د هغوي د ارادې تمثیل کوي، او نورو اړوندو مسایلو په اړه، په خاص ډول په هغو ټولنو کې چې په کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او د بیان او رسنیو ازادي اخیستل کېږي، خپرونې کوي او د نړیوالو غوږونو ته یې د خلکو غږونه رسوي.

په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادي د حکومتونو یوه لویه لاس ته راوړنه بلل کېده، خو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له راتګ وروسته، دا ازادي محدوده شوې او لا محدودیږي.

ملګرو ملتونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو سازمانونو د رسنیو او بیان د ازادۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړي او ویلي که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید د خلکو حقونو ته درناوي وکړي. تر دې دمه نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG