د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې استازي له طالب پلاوي سره پر څلورو اساسي موضوعاتو خبرې کړي


د برتانیې استازي له طالب پلاوي سره د خبرو پرمهال
د برتانیې استازي له طالب پلاوي سره د خبرو پرمهال

د افغانستان لپاره د برتانیې خاص استازی وايي تیره ورځ (نومبر ۲۸) یې په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ طالب پلاوي سره کتلي دي.

مارټن لونګډن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له طالب پلاوي سره د افغانستان د بشري وضعیت، له افغانستان سره د برتانیې د مرستو پر دوام، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او ښوونځیو ته د ټولو افغانو نجونو د بیرته ستنېدو پر اړتیا خبرې کړي دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې له ټولو اړخونو څخه لویه اجنډا لویو ژمنو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د برتانیې صدر اعظم بوریس جانسن د (جي شل) هیوادونو تر غونډې وروسته له اړمنو افغانانو سره د ۵۰ میلیونه پونډه د مرستې اعلان وکړ.

نوموړي زیاته کړې وه چې له ګواښ سره مخ افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو سره مرسته د ټولو مسؤلیت دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغانستان بشري، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د نوموړي د معلوماتو په اساس امیر خان متقي د برتانیې استازو په افغانستان کې د امنیت ډاډ ورکړی هغه زیاته کړې: "د ااا هيئت دوی ته د امنيت ډاډ ورکړ او ویې ويل چې د افغانستان له نړیوالو سره مثبت اړیکي غواړي او همدارنګ غوښتنه وشوه چې د روغتیا په برخه کې بايد شفافې او عاجلې مرستي وشې."

بلخي ویلي چې دواړو لورو د ورته ناستو پر دوام هوکړې کړې ده.

د یادونې وړ ده چې طالب پلاوي دوحې ته د سفر په ترڅ کې د اروپايي ټولنې له استازو سره هم کتلي دي.

اروپايي ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي چې له طالب استازو سره یې د ټول شموله حکومت جوړېد، د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د حق، افغانستان دې ته نه پرېښودل چې د ترهګرۍ په مرکز بدل شي او بشري وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

ټاکل شوې چې نن دوشبه به طالب چارواکي د امریکايي استازو سره هم خبرې پیل کړي چې دوه ورځې به ادامه ولري.

XS
SM
MD
LG