د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د دوحې غونډې ته د پلاوي په استولو غور کوو


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا سره په کتنه کې د فبرورۍ په روانه میاشت کې په دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د جوړیدونکي غونډې په اړه وضاحت غوښتی دی.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د شنبې په ورځ ناوخته د فبرورۍ درییم (سلواغې۱۴) رسنیو ته په یواستولي غږیز پیغام ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوريو د طالبانو د حکومت د وروستيو ديپلوماتيکو پرمختگونو، د دوحې راتلونکې غونډې، د سنيرلي اوغلو راپور او ورته موضوغاتو په تړاوخپل نظرونه تبادله کړي دي.

ضیا احمد تکل ویلي: "متقي صاحب د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه له يوناما څخه د زياتو وضاحتونو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د وضاحتونو په رڼا کې به امارت (طالبانو حکومت) د پلاوي د گډون په اړه پریکړه وکړي".

د ضیا احمد تکل د معلوماتو له مخې میرمن اتنبایووا په دغه کتنه کې د دوحې د غونډې په اړه ځيني معلومات د امیرخان متقي سره شریک کړي او په دې غونډه کې یې د طالبانو د حکومت د پلاوي د گډون غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د افغانستان د وضعیت په اړه دوییمه مشورتې غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو تراوسه په جوړیدونکې مشورتي غونډه کې د طالبانو استازو ته د بلنې په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۶ ( سلواغې شپږم) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي، د افغان میرمنو او مدني ټولنې استاري هم ګډون وکړي. خو هغه په دې برخه کې یې نور جزئیات ورنکړل.

ملګرو ملتونو ددغې غونډې د جوړیدو هدف "په دې اړه بحث کول ښودلي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا زیاتیدلی شي".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په سر کې د افغانستان په اړه په لومړۍ مشورتي غونډه کې د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په لومړنۍ غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروی، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو، اوزبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.

د دوحې په لومړۍ مشورتي غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، ټولشموله حکومت جوړیدل، تروریزم او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې شوې وې.

د یوناما مشرۍ په دوحه کې د جوړیدونکې غونډې په اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د افغان معترضو میرمنو یو شمیر خوځښتونو او د ښځو د حقونو ملاتړو ملګرو ملتونو ته په یو پرانیستي لیک کې له دغې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانستان مسلې سره دې مسولانه چلند وکړي.

په دې لیک کې ویل شوي چې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوییمه غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې په دغه هیواد کې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او په ځانګړي ډول بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو دی.

همداشان په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړیدونکي غونډه کې د معترضو ښځو د استازو او د طالبانو د مخالفو ډلو د استازو د بشپړ ګډون غوښتنه شوې ده.

ددې دمخه د ښځو یو شمیر فعالانو په یوه اعلامیه کې د دوحې د غونډې له ګډونوالو غوښتي و چې د طالبانو سره دې له تعامل څخه ډډه وکړي او د دغې ډلې حکومت دې په رسمیت ونه پیژني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG