د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: دولتي کارکوونکو ته د معاشونو ورکول ژر پیلیږي


د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي، ټاکل شوې ډېر ژر په ټول افغانستان کې دولتي کار کوونکو ته د معاشونو ورکولو بهیر پيل شي.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل باختر دولتي خبري آژانس ته ویلي چې په دې برخه کې د دوی هڅې روانې دې او د ادارو د معاشونو په تخصیص سره به، دغه بهیر تر څو وروځو وروسته پيل شي.

هغه زیاته کړې: "کله چې بودجه په سیستم کې ځای پر ځای شوه، د هغه په تطبیق کې هیڅ ستونزه نوي او د معاشونو موضوع هم تقریباً حل ده زموږ هڅه هم داده چې د هرې میاشتې معاش له ۲۰ تاریخ څخه دولتي کار کوونکو ته ورکړو."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، دغه هیواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی او تر څه باندې نهو میاشتو په تیرېدو سره، تر دا مهاله د طالبانو حکومت د ټولو دولتي کار کوونکو په معاشونو ورکولو نه دی توانېدلی.

پر همدې مهال یو شمېر دولتي کار کوونکي وایي چې هغوی د څو میاشتو راپدېخوا معاشونه نه دي اخیستی او په خبره یې د دغه وضعیت دوام له ستونزو سره مخ کړي دي.

له یادو دولتي کار کوونکو څخه یو یې د نوم نه خپرېدو په شرط نن سې شنبه مۍ ۲۴ (غبرګولې درېیمه) امریکا غږ ته وویل چې تر دا مهاله یې د وري میاشتې معاش نه دی اخیستی.

دغه دولتي کار کوونکي همدارنګه وویل چې طالبانو د زیاتو دولتي کار کوونکو حقوق هم کم کړي دي.

هغه وویل: "هغه مامورین چې په تیر حکومت کې ۲۰زره افغانۍ معاش اخیستی، اوس هغه طالبانو نیمايي ته راکم کړی دی. زموږ پیسې پر وخت نه راکول کیږي. له یو اړخ مو معاش کم دی او له بل لوري د خوراکي موادو بیې لوړې شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۱ لمریز کال مالي بودجه تر تصویب وروسته اعلان کړه، دغه مالي بودجه ۲۳۱میلیارډ افغانۍ وه.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د مۍ میاشتې پر ۱۴ (غوايي ۲۴) وویل چې له دغه بودجې څخه ۲.۳ میلیارد افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارد افغانۍ یې پراختیايي بودجه ده.

دغه وزارت زیاته کړې وه چې یاده مالي بودجه په له بهرنیو مرستو پرته په بشپړه توګه له داخلي عواید څخه برابره شوې ده.

په تیرو دوو لسیزو کې، د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړو او د تیر حکومت شاوخوا ۷۵ سلنه کلنۍ بودجه هم د نړیوالې ټولنې لخوا چمتو کېده.

د افغانستان تیر حکومت د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ۴۷۳ میلیارډ افغانۍ بودجه اعلا کړې وه چې له جملې څخه یې څه باندې ۳۱۱ میلیارډ افغانۍ عادي او څه باندې ۱۶۱ میلیارډ افغانۍ یې پراختیايي بودجه وه.

XS
SM
MD
LG