د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له بلغاریا څخه د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه کابل ته راوړل شو


له بلغاریا څخه کابل ته د۱۸ افغان کډوالو د جسدونو رسیدل
له بلغاریا څخه کابل ته د۱۸ افغان کډوالو د جسدونو رسیدل

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د هغو ۱۸ افغان کډوالو جسدونه یې د چهارشنبې په سهار مۍ ۲۴ (جوزا درییم) کابل ته انتقال کړي، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې یې صوفیا سره نږدې په یوه پیښه کې ژوند له لاسه ورکړی و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې ددغو افغان کډوالو جسدونه د اریانا افغان هوايي شرکت په یوه الوتنه کې د بلغاریا څخه کابل ته انتقال شوي دي.

په دې اعلامیه کې له بلغاریا څخه د جسدونو په انتقال کې د ځنډ د علت په اړه ویل شوي، چې "د بلغاریا د محکمې د فیصلې د ځنډ او د جسدونو انتقالوونکو شرکتونو ته د پیسو د لیږد په برخه کې بانکي بندیزونو له امله د جسدونو انتقال له ځنډ سره مخامخ شوی و ".

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا جسدونه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او بلغاریا کې د افغانستان د سفارت په هڅو او دولتي مصارفو کابل ته انتقال شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي".

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د فبرورۍ په ۱۷(سلواغې ۲۸) صوفیا سره نږدې په یوه لارۍ کې د ۱۸ افغان کډوالو د جسدونو د موندلو خبر ورکړی و او ویلي و، چې دا افغانان په "غیرقانوني" توګه دغه هیواد ته ننوتي و.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه لارۍ کې شاوخوا څلویښت افغان کډوالو، چې د لرګیو لاندې یې ځانونه پټ کړي و سفر کوه.

طالبانو د بلغاریا د کورنیو چارو د وزارت د اعلان وروسته افغانستان ته په یو چارتر الوتکه کې ددغو افغانانو د جسدونو د انتقال لپاره چمتوالی ښودلی و.

ضیا احمد تکل د مۍ۱۱(ثور۲۱) رسنیو ته ویلي و، چې یو بلغاریايي شرکت د جسدونو د انتقال لپاره د هر جسد پر سر ۲۲۰۰ ایرو په اخیستلو موافقه کړې وه، خو د افغانستان په بانکي سیستم باندې د بندیزونو له امله د طالبانو حکومت دغه شرکت ته پیسې ونه لیږدولی شوې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغو ۱۸ افغان کډوالو د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د فرورۍ په ۱۷مه د بلغاریا پایتخت صوفیا کې اروپا ته پر لار په یو کانټینر کې د تنفس د کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړی و.

د طالبانو حکومت یو ځل بیا له خلکو غوښتي، چې د ناقانونه او قاچاقي لارو له سفر ډډه وکړي او خپل ژوند په خطر کې وانه چوي.

افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دی، چې زیات شمیر اوسیدونکي یې ددغه هیواد بهر د کډوالو په توګه ژوند کوي.

په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یو ځل بیا له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي ډول د افغانانو د کډوالۍ بهیر کړندی شوی دی.

افغانستان کې بیکاري، د نیولو او غچ اخیستلو ویره، د طالبانو سخت قوانین او هوسا ژوند ته لاس رسی په هغو دلایلو کې شمیرل کیږي، چې افغانان په ځانګړي ډول ځوانان له دغه هیواد څخه بهر ته د غیرقانوني لارو کډوالۍ ته هڅوي.

XS
SM
MD
LG