د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د ټاپي پروژې امنیت لپاره د ځانګړي ځواک تشکیل ته چمتو یو


د طالبانو حکومت د اقتصادي چارو معاونیت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو ته شرایط برابر شوي او چمتو دي چې ددغه پروې د امنیت لپاره ځانګړی ځواک جوړ کړي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغه لومړۍ) په دې اړه یوې اعلامیې کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو ته هر اړخیزه چمتووالی لري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ریاست پلاوي څو ورځې مخکې له ترکمنستاني چارواکو سره لیدنه کې هغوی ته د ټاپي پروژې د امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د اړتیا په صورت کې د ټاپي پروژې د امنیت ټینګولو په هدف د ځانګړي امنیتي ځواک د جوړیدو ډاډ هم ورکړی دی.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: " اسلامي امارت... په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل‌کېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري...که اړتیا ولیدل شي، اسلامي امارت چمتو دی چې د یادې پروژې د امنیتي چارو ساتلو لپاره یو ځانګړی ځواک تشکیل کړي."

د ټاپي پروژې کار په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان په هرات ولایت کې پرانیستل شو، خو د یو لړ ستونزو له امله د دغه پروژې کار پيل نشو.

پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته ترکمنستاني چارواکو کابل ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو ډاډ ورکړی و، خو تر دا مهاله یې عملي چارې نه دی پيل شوي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر میاشتې پر ۳۰مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یو ترکمنستاني پلاوي کابل ته د سفر په ترڅ کې ویلي و چې د ټاپي پروژې د بشپړېدو لپاره پنځه میلیارده ډالر نور لګوي.

په داسې حال کې چې طالب چارواکي د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو لپاره د امنیت ډاډ ورکوي، خو د نظامي چارو افغان کارپوه اسدالله ندیم بیا د ټاپي پروژې د عملي چارو د تطبیق لپاره نه یوازې داچې امنیت بلکي ثبات هم مهم بولي.

ښاغلي ندیم له امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې په افغانستان کې نسبي امنیت د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو لپاره د ثبات رامنځته کېدو په معنا نشي کېدای.

نوموړي زیاته کړه: "د لویو پروژو په تطبیق او تر سره کېدو کې لکه ټاپي هم امنیت زیات مهم دی او هم ثبات، د طالبانو په راتګ سره تر یوه حده امنیت ټینګ شوی، خو دغه امنیت د ثبات داعیه نشي کېدای. په افغانستان کې ثبات شتون نلري، موږ ثبات یوازې د امنیت له اړخه نشو ګڼلی. په ثبات کې تر ټولو لومړی سیاسي مسله، نظام، د نظام دوام،د نظام کلي فعالیت او هغه قوانین چې د داخلي اتباعو او بهرنیو پانګولو په اړه شتون لري دا ټول د ثبات اړوند دي چې ایا ثبات رامنځته کولای شي که کنه؟ له دې اړخه افغانستان کې وضعه ثابته نه ده، او هغه څوک چې د ټاپي پروژې د تر سره کېدو مسؤلیت لري دغه موضوع درک کوي او هغوی پوهیږي چې افغانستان کې تر اوسه ثبات نه دی رامنځته شوی او یوازي نسبتي امنیت هغوی نه هڅوي چې د پروژې چارې پيل کړي."

ښاغلي ندیم له امریکا غږ سره خبرو کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو لپاره د افغانستان ترڅنګ په پاکستان کې هم د ثبات پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

هغه وویل: "مهمه خبر داده دا پروژه چې له کوم ځای څخه پيل شوې باید له هغه ځای څخه یې تر جنوبي آسیا پوري یې د رسېدو چارې پيل شي. ثبات یوازې داچې اوس مهال په افغانستان کې شتون نلري، همدارنګه پاکستان هم له بې ثباتي سره مخ دی. د پاکستان هغه سیمې چې ټاپي پروژه ورڅخه تیریږي د بې ثباتي علایم لیدل کیږي، تر څو چې په افغانستان او پاکستان کي بشپړه ثبات او امنیت رامنځته نشي د ټاپي پروژې تطبیق به خپلې ستونزې ولري."

خو ښاغلي نديم وویل چې د ټاپي مسؤلین ممکن دغه پروژه پيل کړی، خو په خبره یې کېدایشي زیات سمبولیک وي.

د طالبانو حکومت د اقتصادي چارو معاونیت بیا د سیمي د سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د ټولو هیوادونو پر ګډو همکاریو باندي ټينګار کړی دی.

د ټاپي پایپ‌لاین، چې شاوخوا ۱۸۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري، ۷۳۶ کیلومتره یې د افغانستان له هرات، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیریږي، چې دغه هیواد به د پروژې د ترانزیت له درکه هرکال څه باندې ۴۰۰ میلیون ډالر عواید ولري.

د دې پروژې مجموعي لګښت اووه عشاریه شپږ میلیارد ډالره اټکل شوی دی، چې د ډیرې برخې لګښت یې ترکمنستان په غاړه لري او همدا شان دغه هیواد په دې پروژه کې ۸۵ فیصده او افغانستان، پاکستان او هندوستان پنځه، پنځه فیصده ونډه لري.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هیواد به د دې پروژې له بشپړیدو وروسته، په لومړیو لسو کلونو کې له ترکمنستان څخه ۵۰۰ زره مترمکعب ګاز وارد کړي او په دیرشو کلونو کې به، د ګازو د واردولو کچه یو نیم میلیارد مترمکعبو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG