د لاس رسي وړ اتصالات

خيبر پښتونخوا کې له ورښتونو سره تړليو پېښو کې ۸۸ کسان مړه شوي


په پاکستان کې د طبیعي ناورينونو د مخنيوي ملي ادارې ویلي چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر۳۰ پورې پورې په بیلابیلو طبیعي پیښو کې په پاکستان کې ۲۸۵ کسان مړه شوي او ۵۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
په پاکستان کې د طبیعي ناورينونو د مخنيوي ملي ادارې ویلي چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر۳۰ پورې پورې په بیلابیلو طبیعي پیښو کې په پاکستان کې ۲۸۵ کسان مړه شوي او ۵۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

په پاکستان کې د طبیعي ناورينونو د مخنيوي ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې د روان ميلادي کال د جولای له لومړۍ نېټې (چنګاښ ۱۱) د اګست تر ۳۰مې (وږي ۹) پورې په خيبر پښتونخوا ايالت کې له ورښتونو سره د تړليو پېښو په نتيجه کې ۸۸ کسان مړه شوي او ۱۲۹ ژوبل شوي دي.

ادارې د اګست پر ۳۰مه ناوخته پر خپله وېبپاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې ويلي چې په دې موده کې په ټول پاکستان کې ۲۸۵ کسان مړه شوي او ۵۲۹ کسان ژوبل شوي دي.

ادارې زياته کړې چې دا کسان د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د ورښتونو له امله د ودانیو ړنګېدو، تندر پرېوتو، کمرونو نړېدو او په سېلابي اوبو کې د ډوبېدو په پېښو کې مړه شوي دي.

د اېن ډي اېم اې د راپور له مخې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په پنجاب ايالت کې اوښتې ده چې هلته په دوو مياشتو کې ۱۰۶ کسان وژل شوي او ۲۸۱ ژوبل شوي دي.

بل خوا په سيند ايالت کې ۵۰ کسان، بلوچستان کې ۲۹، د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې اته او په ګلګت بلتستان کې څلور کسان وژل شوي دي.

راپور زیاتوي چې د اګست تر ۳۰مې د بارانونو پر مهال په پېښو کې ۱۹ زره او ۵۱۴ کورونه بشپړ ړنګ یا زیانمن شوي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د پشکال بارانونو په پاکستان کې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د پشکال میاشت د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر نیمايي پورې وي. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نم لرونکې هواګانې خیبر پښتونخوا او د پاکستان نورو برخو ته ځي چې له امله يې هلته بارانونه کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو زياتره وخت د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم ګرځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG