د لاس رسي وړ اتصالات

رضاکاران د پولیو ویروس په مخنیوي کې مهمه ونډه لري- د فراه اوسیدونکي


په فراه کې د پولیو کمپاین
په فراه کې د پولیو کمپاین

د فراه ولایت یو شمېر خلک په دې باور دی چې د پولیو (ګوزڼ) واکسین د رضاکارانو د هڅو په پایله کې په دغه ولایت کې د پولیو ویروس شتون نه لري.

په ورته وخت کې روغتیايي چارواکي هم وايي چې دوی خپل ټول وس او توان په کار اچولی او ډاډ ورکوي چې په دې ولایت کې د پولیو ویروس د خپرېدو وېره نه شته.

د فراه اوسیدونکي د پولیو ضد واکسین د رضاکارانو له هڅو خوښ دي او تمه لري چې د همدې هڅو په مټ به په فراه کې ماشومان د پولیو ښکار نه ګرځي.

د فراه یو اوسیدونکی، خان محمد سعدي وایي، رضاکاران له ځنډ پرته ټولو سیمو ته واکسین رسوي.

نوموړي وویل: "دا چې ماشومان په پولیو اخته نه شي، یوازینۍ لار یې د ماشومانو واکسین دی، مونږ وینو چې رضاکاران په ټولو سیمو کې ماشومان واکسین کوي او اوس دا باور او اعتماد شته چې ووایو رضاکاران د پولیو په مقابل کې کامیابه دي او نه پریږدي چې ماشومان فلج شي."

په ورته مهال، د فراه یو بل اوسیدونکی، اختر محمد بیا امریکا غږ ته وویل: "په اصل کې د واکسین کامیابي او ناکامي د رضاکارانو د کار سره تړلې موضوع ده، چي له نیکه مرغه اوس رضاکاران پوره زحمت باسي او داسې نه معلومیږي چې په کوم ځای کې دې ماشومان د واکسین څخه محروم پاتي وي."

بل پلو د فراه د عامې روغتیا د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر نورالله افضلي د هېواد په یو شمېر سیمو کې د مثبتو پېښو د رامنځته کیدو سره سره فراه د تېر په پرتله له خطر سره مخ نه بولي.

نوموړي وویل: "که څه هم د کندهار او هلمند مثبتو پېښو مونږ ته د خطر زنګ ووښلو، خو مونږ باید لا زیات کوښښ وکړو. الحمدالله، د تیر په پرتله فراه ولایت کې د خطر ډک وضعیت نه دی، کولای شو مثبت فکر ولرو او په دې برخه کې لا کمپاینونه ډیر کړو."

د واکسین د رضا کارانو د فعالیت په اړه د عامو خلکو مثبته ارزونه، په داسې حال کې مطرح کیږي چې لا تر اوسه هم د فراه په یو شمېر سیمو کې کورنۍ له واکسین څخه انکار او له رضاکارانو سره مرسته نه کوي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG