د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو له منځه وړل قوي مبارزه غواړي – چارواکي


په افغانستان کې د ګوزڼ ضد ویروس کمپاین
په افغانستان کې د ګوزڼ ضد ویروس کمپاین

په پکتیا، پکتیکا او خوست کې روغتیایي مسؤولین وایي ډیرې قوي مبارزې ته اړتیا ده چې په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې صفر شي.

په خوست کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤولینو په وینا د یو شمېر کورینو نه همکاري د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د پولیو پېښې زیاتې شي.

روغتیایي مسؤولین په دې باور دي چې د غښتلې مشترکې مبارزې په پایله کې شونې ده چې د ګوزڼ مثبتو پېښو مخه ونیول شي.

د خوست کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر زاهد الله امیري په دې هکله وایي چې دوی خپله ژمنتیا د پولیو د مخنیوي برخه کې په ډاګه کړې او له دې وروسته به هم د دغه ویروس په مقابل کې خپلې هڅې دریغ نه کړي.

د هغه په وينا په هېواد کې د پوليو مثبتو پېښو ته په کتو سره خوست هغه ولايت دى چې تر اوسه يې ساحوي نمونې مثبتې نه دي راغلي.

ښاغلي امیري وویل: "ډیرې غښتلې مبارزې ته اړتیا ده، موږ دا کار مخکې هم کړی او اوس هم ورته ژمن یو، تاسې وینئ چې په خوست کې محیطي نمونه هم مثبته نه شته. سره له دې چې موږ په هېواد کې مثبتې پېښې هم لرو، ګاونډیو ولایتونو کې مثبتې محیطي نمونې هم مثبتې شوي او خلک هره ورځ یو د بل سره تګ راتګ لري خو موږ ژمن یو چې په خوست کې د پولیو هیڅ مثبت پېښه ثبت نه شي."

د نوموړي په وینا د ګوزڼ روانه مبارزه کې ورسره د ولسونو همکاري شرط ده او په دې برخه کې ناغیړي د هغوی د اولادونو د دایمي معلولیت سبب ګرځي.

نوموړي زیاته کړه: "په دې کار کې د ولسونو همکاري لازمه ده ځکه چې دا یو پیچلی کار دی، موږ کوشش کوو چې په هرکمپاین کې د هر کور دروازه وټکوو ترڅو هیڅ کم عمره ماشوم د پولیو واکسین له څاڅکو بې برخې نه شي خو بدبختانه چې یو شمېر کورنۍ یا انکاري وي یا زموږ له ټیمونو سره همکاري نه کوي چې خپل اولادونه یې واکسین شي."

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی او ټولنیز فعال، ثاقب ریحان هغه ځوان دی چې وايي پرته له کوم امتیاز څخه ګڼ شمېر خلک هڅولي چې خپلو اولادونو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "ریښتیا هم د قوي او مشترکې مبارزې له لارې کولی شو ګوزڼ ویروس په افغانستان کې صفر ته راټیټ کړو، موږ په ډېرو برخو کې د واکسین له ټیمونو سره همکاري کړې ده، هغه خلک چې د پولیو واکسین له تطبیق انکاري دي موږ له هغوی سره ناستې کړې دي او ورته مو ویلي چې د پولیو واکسین هم ستاسې او هم د ټولو هېوادوالو په ګټه دي ځکه کله چې تاسې ته ناروغي انتقال شوه بیا له تاسو څخه نورو خلکو ته هم انتقالیږي؛ موږ اطمېنان ورکړی چې واکسین د ټولو په ګټه دی، یعنې کومو برخو کې چې دوی همکارۍ ته اړتیا لري موږ ورسره همکار پاتې شوي یو."

د کتونکو په باور د افغانستان زیاتره کليوالو سیمو کې لا هم یو شمېر وګړي د ګوزڼ په اړه لازمه پوهه نه لري او وخت ناوخت واکسیناتورانو ته اجازه نه ورکوي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان یې واکسین شي چې پایله یې افغانستان کې د دغه معلولوونکي ویروس مثبتې پېښې دي چې شمېر یې ۱۱ ته رسیدلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG