د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمېسیون: حکومت دې د ولسوالیو شوراګانو امتیازات مشخص کړي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، که راتلونکې څلور ټاکنې یو ځای تر سره شي له تخنیکي او مدیریتي اړخه به ستونزه ولري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون د پرېکړې له‌مخې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې په حمل میاشت کې له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای او د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په راتلونکې وږې میاشت کې تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش ویلي که چېري د غزني‌ د ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له جمهوري ریاست ټاکنو سره یو ځای نه تر سره کېږي د ټاکنو کمېسیون دې په دې اړه حکومت خپل دلایل وړاندې کړي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، دغه پرېکړه د راتلونکو ټاکنو د ښه مدیریت لپاره شوې، تر څو راتلونکو ټاکنو کې د ستونزو مخه ونیول شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر دوهمه» امریکا غږ ته وویل:"پرېکړه په دې خاطر وشوه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وکولای شي ښه مدیریت وکړي،که څلور واړه ټاکنې یو ځای وشي، له تخنیکي‌ او مدریتي اړخه به مشکلات ولري."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه ویاند وايي، تر دامهاله د ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو استازو امتیازات، امکانات او ځای روښانه نه دی چې حکومت باید دغې برخې ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مرغومې میاشتې پر لومړۍ نېټه د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر پيل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ امریکا غږ ته وویل چې تر دامهاله ۲۲ تنو جمهوري ریاست ته د کاندېدو لپاره معلوماتي بستې له دغه کمېسیون څخه تر لاسه کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست لپاره کاندید کس باید، د عمر څلوېښت کاله پوره وي، په جنايي او بشري جنایتونو تورن نه وي، د افغانستان تابعیت ولري، او همدارنګه د نوم لیکنې لپاره د یولک کسانو تذکرې له ځان سره ولري.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د راتلونکې ۱۳۹۸کال د حمل یا وري میاشتې پر ۳۱مه تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG