د جنوبي چیلي په سمندر کې یو نهنګ تېره اونۍ یو کس د هغه له کوچنۍ کښتۍ سره ژوندی تیر کړ، خو څو ثانیې وروسته یې روغ رمټ بیرته له خولې څخه وغورځاوه.
ددې سړي سره د هغه پلار په جلا کښتۍ کې سفر کاوه، او دا صحنه یې فلمبرداري کړې ده.
اډریان سیمنکاس د چیلي د پونټا اریناس ساحلي ښار ته څېرمه لاسي بیړۍ چلوله چې ناببره یې مخې ته یو لوی نهنګ له اوبو راووت، اډریان یې له بیړۍ سره خولې ته واچاوه او بیرته په اوبو کې ډوب شو.
څو ثانیې وروسته دغه نهنګ دوباره د اوبو سر ته راووت او هغه یې روغ رمټ له خولې وغورځاوه.
د هغه پلار ډیل سیمنکاس دا ټوله صحنه فلمبرداري کړې ده. نوموړي دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې شرېکه کړې او ډیره مشهوره شوې ده.
په ویډیو کې لیدل کیږي چې ډیل خپل زوی ته، په داسې حال کې چې هغه د ماهي په خوله کې دی، چغې وهي، "ارام اوسه! ارام اوسه!" هغه وروسته پر خپل زوی غږ کوي چې کښتۍ دې "ونیسه! ونیسه!"، په داسې حال کې چې شا ته یې نهنګ لیدل کیږي.
په ویډیو کې ښکاري چې پلار زوی ته وايي: "ارام اوسه!، ارام اوسه! راځه چې ساحل ته ځان وباسو."
د نهنګ له خولې څخه ژغورل شوي ۲۴ کلن ځوان د چیلي ټي وي این تلویزیون ته وویل چې "یو شین او سپین رنګ مې له مخې تېر شو، فکر کوم چې زما ترڅنګ او پورته خوا ته وو."
هغه زیاته کړه: "نه پوهیدم چې څه روان دي. وروسته ډوب شوم. فکر مې وکړ چې ویې خوړلم."
د هغه پلار چې کښتۍ یې څو متره وړاندې وه، ټي وي این تلویزیون وویل: "شاته مې وکتل. هیڅ شی مې ونه لید. اډریان مې تر سترګو نه شو... یوازې په همدې شیبې کې وډار شوم، ځکه چې زوی مې ونه لید او تقریبا درې ثانیې وروسته هغه [د نهنګ له خولې] راوغورځېد."
کارپوهانو وویل، ددې امکان نه وو چې دا کس دې د بیړۍ سره د نهنګ خیټې ته تللی وای، دا ډول نهنګ "همپبک" بل کېږي چې ستونی یې تنګ دی او ملا یې هم د اوښ د ملا په څېر شاکوپي لري.
د سمندري ژویو کارپوهې ماریا هوزې پیریز وویل: "داسې ښکاري چې بیړۍ د نهنګ د خوراک (کوچنیو کبانو) په مسیر کې واقع شوې وه." د پیریز په خبره، له همدې کبله دا نهنګ لیدل کیږي چې پر څنګ له اوبو څخه په داسې حال کې راوځي چې خوله یې پرانیستې ده.
د سمندري ژویو دغه کارپوهه وايي چې دا پېښه کم سارې ده او امکان لري چې نهنګ دغه بې ماشینه وړه کښتۍ چې غږ نه تولیدوي، نه وي لیدلې.
فورم \ دبحث خونه