د چهارشنبې په ورځ فبروري ۱۹ په پاکستان کې د چمپینز ټرافي سیالۍ پیل کېږي چې د افغانستان په ګډون اته هېوادونه په کې برخه لري.
افغانستان په لومړي ځل په دغو سیالیو کې ګډون کوي، چې په خپل بي ګروپ کې له انګلنډ، استرالیا او جنوبي افریقا سره مخامخ دی.
د فرانس پرس اژانس د سپورټ څانګې په خپل تحلیل کې ددې جام درې لوبې په زړه پورې او د ډېرې نندارې وړ بللې، چې یوه یې د افغانستان او انګلنډ ترمنځ لوبه ده.
فرانس پرس د سپورټ څانګې لیکلي دي چې څه باندې ۱۶۰ بریتانوي سیاستوالو له افغانستان سره د انګلنډ د دغې لوبې د بایکاټ غوښتنه وکړه، خو جالبه دا ده چې بیا به هم دا لوبه کېږي.
څه موده مخکې بریتانوي سیاستوالو د انګلنډ له کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې د فبرورۍ په ۲۶ نېټه په لاهور کې په چمپینز ټرافي کې دا لوبه بایکاټ کړي. دوی ویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ښځو زده کړې او کار بند کړي او باید له افغان لوبډلې سره لوبه ونه شي.
خو د انګلنډ کپتان جاس بټلر وویل چې «فکر نه کوي، بایکاټ به د حل لار» وي. د بایکاټ د غوښتنې رد دا لوبه د دواړو هېوادونو مینه والو ته په زړه پورې کړې ده.
د چمپینز ټرافي اته لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي او د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به نیمه پایلوبو ته وځي، که انګلنډ له افغانستان سره لوبه ونه کړي، خپل دوه امتیازات به له لاسه ورکوي او سیمې فاینل ته به یې د ورتګ چانس له خطر سره مخامخ شي.
د انګلنډ کپتان جاس بټلر وویل چې لوبډله به یې په چمپینز ټرافي کې «خطرناکه» وي، که څه هم دوی په هند کې خپلې وروستۍ لوبې وبایللې.
افغانستان د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې په هند کې انګلنډ ته حیرانوونکې ماتې ورکړه او له هغه راهېسې دا دواړه هېوادونه بیا سره مخامخ شوي نه دي. د انګلنډ کرکټ بورډ د ښځو د حقونو د مسئلې له کبله له افغانستان سر دوه اړخیزې لوبې نه کوي.
د فرانس پرس ورزشي څانګي دغو ټولو حقایقو ته په کتو لیکلي دي چې د افغانستان او انګلنډ لوبه به په زړه پورې او د نندارې وړ وي.
د پاکستان او هند
پاکستان او هند دوه ګاونډي هېوادونه دي او خرابو سیاسي اړیکو یې په لوبو او کرکټ باندې هم منفي سیوری غوړولی دی.
د پاکستان او هند ترمنځ د کرکټ لوبه په دودیز ډول ډېر لیدونکي او نندارچیان لري.
د هند د کرکټ ادارې د چمپينز ټرافي لوبو لپاره خپله لوبډله پاکستان ته وانه استوله او دې کار د پاکستان کرکټ بورډ او مینه وال په غوصه کړي. د هند ټولې لوبې په دوبۍ کې کېږي.
د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې ټکټونه وار دمخه خرڅ شوي دي. په کوم میدان کې چې دا لوبه کېږي، د ۲۵۰۰۰ نندارچیانو د ناستې ظرفیت لري، خو ویل کېږي چې ۱۵۰۰۰۰ کسانو د ټکټونو د اخیستو لیوالتیا لرله.
انګلنډ او استرالیا
د فرانس پرس په راپور کې بله لوبه، چې په زړه پورې بلل شوې، د انګلنډ او استرالیا لوبه ده. دا دواړه لوبډلې له افغانستان سره په یو ګروپ کې دي، خو په خپلو کې په کرکټ کې د یو بل سر سخت سیالان بلل کېږي او د «اشیز» په نوم د ټست لوبو یوه پخوانۍ لړۍ لري چې دواړو ته ډېره ارزښتناکه بلل کېږي.
د استرالیا څلور مخکښ لوبغاړي پټ کامینز، جاش هازلووډ، میچل سټارک او مارکوس سټاینز د چمپینز ټرافي د اعلان شوي سکواډ څخه وتلي او په دغو سیالیو کې به نه وي. لومړي دوه یې ژوبل شوي، درېیم یې د شخصي مسائیلو له کبله له سیالیو وتلی او څلورم یې له یوې ورځنیو لوبو استعفا کړې ده. د دوی غیابت د استرالیا لپاره یوه ستونزه بلل کېږي.
استرالیا د ۲۰۲۳ کال د یوې ورځنیو لوبو اتلولي او انګلنډ د ۲۰۱۹ کال د یوې ورځنیو لوبو اتلولۍ ګټلې دي.
چمپینز ټرافي په وروستي ځل په ۲۰۱۷ کال کې په انګلنډ کې وشوې او پاکستان دا اتلولي وګټله. د ۲۰۲۵ کال په سیالیو کې د نړۍ اته غوره لوبډلې سیالۍ کوي.
فورم \ دبحث خونه