د لاس رسي وړ اتصالات

د ایتوپیا د ټېګرای ځواک:  ۱۰۰۰ حکومتي عسکر مو خوشي کړل 


د ټېګرای ځواک وايي چې دا د ایتوپیا د حکومت نیول شوي عسکر دي
د ټېګرای ځواک وايي چې دا د ایتوپیا د حکومت نیول شوي عسکر دي

د ایتوپیا په شمال کې د «تېګرای» په زون کې ځواکونه وايي چې د حکومت هغه ۱۰۰۰عسکر یې خوشي کړي چې په جګړې کې ژوندي نیولي‌ وو.

په داسې حال کې چې د ایتوپیا په شمال کې د «تېګرای د خلکو د ازادۍ‌ جبهه» او حکومتي ځواکونه د سیمو د نیولو لپاره په جکړې بوخت دي، د دغې ډلې مشر «دبرتسیون کبرمیکل» د سټلایټ تیلیفون له لارې رویټرز خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې دوی د حکومت ۱۰۰۰ نیول شوي سرتېري بېرته پرېښي دي.

هغه وویل: «څه باندې ۵۰۰۰ عسکر لا هم له موږ سره دي. موږ به یې لوړ پوړي افسران ساتو او محاکمه به شي.»

نوموړي‌ وویل چې د حکومت پرېښودل شوي ۱۰۰۰ عسکر د «ټېګرای» جنوب ته له «امهارا» سره د سرحد په لوري لېږدول شوي دي، خو دا خبره یې ونکړه چې دوی څنګه پرېښودل شول او چاته وسپارل شول.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې په خپلواک ډول د «دبرتسیون ګبرمیکل» دا ارقام تائیدولی نشي.

د ایتوپیا د پوځ یو ویاند څخه نن شنبه جولاۍ ۱۷ (چنګاښ۲۶)وپوښتل شو خو هغه وویل چې د دغې قضیې په اړه د اوس لپاره څه نشي ویلی او د «امهارا» د زون د ادارې ویاند وویل چې په دې اړه خبر نه دي.

د ایتوپیا د صدراعظم دفتر او په «ټېګرای» کې حکومتي ځواکونو هم د دغو سرتېرو د پرېښودلو او نه پرېښودو په اړه لا څه نه دي‌ ویلي.

دغلته د نومبر په میاشت کې له هغه وروسته جګړه پيل شوه چې حکومت دا ډله د پوځ په مرکزونو باندې په بریدونو تورنه کړه، خو دا ډله وايي‌ چې دوی دا کار نه دی کړی.

حکومت د جکړې په درېیمه اونۍ کې د زون مرکز «میکیلي» ونیوه او بری یې اعلان کړ، خو د ««تېګرای د خلکو د ازادۍ‌ جبهې» » جګړه روانه وساتله او مرکز یې بېرته ونیوه.

تېره ورځ د ایتوپیا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ځینې خیریه ټولنې د «یاغیانو سره د مرستو په کولو تورنې» کړې او وویل چې دا «ټولنې د مرستو په پلمه یاغیان وسله وال کوي چې جګړه اوږده» شي.

تر دې دمه په «ټېګرای» کې هېڅ یوې خیریه ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د حکومتي ځواکونو تر کنترول لاندې سیمو څخه تېرېدونکي د عاجلو بشري مرستو مخه نیول کیږي، خو حکومتي ځواکونه وايي چې دا مرستې باید وپلټل شي.

XS
SM
MD
LG