د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن: د ایران د نفوذ کمولو لپاره دې سعودي او عراق متحد شي


د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د اکتوبر په ٢٢ نیټه په ریاض کې ملاقات وکړ
د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د اکتوبر په ٢٢ نیټه په ریاض کې ملاقات وکړ

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په سیمې کې د ایران د نفوذ د کمولو لپاره په سعودي او عراق ټینگار کړیدی چې خپلې اړیکې ښې کړي.

ټلیرسن سعودي ته د خپل سفر په وخت د سعودي پاچا سلمان او د عراق صدراعظم حیدر العبادي ته وویل چې په وروستیو کې د دواړو ملکونو اړیکې ښې شویدي او پکار ده دغه نورې هم قوي شي.

ټیلرسن د اگست په میاشت کې د دواړو ملکونو ترمنځ د سرحد په خلاصیدو او د ریاض او بغداد ترمنځ د پروازونو په بیرته شروع کیدو خوښي څرگنده کړه.

ټیلرسن وویل "د دواړو ملکونو د وروستیو اقداماتو نه داسي ښکاري چې تعلقات ډیر ښه شویدي او په یو شمیر برخو کې د یوبل سره همکاري زیاته شویده. د سعودي او د بغداد د تعلقاتو ښه کیدل به زمونږ د ټولو امنیت خوندي کړي او دا زمونږ په گټه ده."

ټیلرسن وویل چې امریکا د سعودي او بغداد نه د دغه پرمختگ په وجې ډیره خوشحاله ده او ټینگار يې وکړ چې د سیمې د ثبات لپاره دې دواړه خپل تعلق نور پیاوړی کړي.

ټیلرسن زیاته کړه چې امریکا به د دغو دواړو ملکونو ترمنځ د همکارۍ زیاتولو لپاره د هغوي سره مرسته وکړي.

د سعودي پاچا سلمان وویل چې هغوي په سیمې کې د سختدریځۍ او د ترهگرۍ د سخت گواښ سره مخ دي او د دغې د مخنیوي لپاره پکار ده چې هغوي په گډه کار وکړي. ښاغلي سلمان د عراق سره د تعلقاتو ښه کولو په هکله وویل چې هغوي هم غواړي د عراق سره یې اړیکې سمي شي او په تاریخ کې چې څه شویدي هغه بیا ونشي.

د یادونې وړ ده چې ټیلرسن په دی کې کامیابه شو چې د عراق او سعودي په تعلقاتو کې ښه والی راولي خو د قطر سره د عربي ملکونو د اړیکو په ښه کولو کې تراوسه کوم پرمختگ نه دی شوی.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر به هند، پاکستان او سویټزرلینډ ته هم سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG